ننګرهار كې دوه څلويښت داعشيان وژل شوي دي

داعشياندا وسله وال په هسكه مينه ولسوالې كې د دوو هوايي بريدونو كې وژل شوي دي. د ننګرهار چارواكي وايي دا بريدونه پرون د هسكې مينې ولسوالې په شابۍ سيمه كې شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند وايي په لومړي بريد كې چې غرمه شوى شل داعشيان وژل شوي او د دوى يو تش په نامه ولسوال مولوي عباس ټپي شوى دى. هغه وايي دوهم بريد چې مازيګر شوى ۲۲ وسله وال وژل شوي دي. هغه وايي په دې بريدونو كې ملكي خلكو ته زيان نه دى اوښتى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.