ننګرهار كې د ولسي جرګې د غړي په كور ځانمرګى بريد وشو

ننګرهار په ننګرهار كې د ولسي جرګې د غړي عصمت شينواري په كور كې ځانمرګى بريد كې ديارلس تنه وژل شوى. د ننګرهار د والي وياند عطالله خوږيانى وايي  په بريد كې ديارلستنه وژل شوي او شپاړس نور ټپيان دي.

ويل كيږي چې په دغه بريد كې د ولسي جرګې د غړي عصمت شينواري او د ولايتي شورا د غړي عبيد الله شينواري پلار ملك عثمان هم ټپي شوى دى.

شاوخوا نهه میاشتې وړاندې وسله والو مخالیفنو په اچین ولسوالۍ کې د عبیدالله شینواري یو ورور نیولی و، چې څو ورځې وړاندې د وسله والو مخالیفنو په څو تنو تبادله او خوشې شو.

د برید پرمهال د وسله والو مخالیفنو له بند څخه د خوشي شوي کس د خوښیو مراسم روان وو، چې پکې د عصمت الله شینواري دوستانواوخپلواګونو ګډون کړی و. د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وايي د لومړنیو معلوماتو له مخې د پيښې له ځای څخه د جلال اباد روغتون ته دیارلس مړي او دعبیدالله شینواري  دپلار ملک عثمان په ګډون شپاړس ټپيان  لیږدول شوي.

هغه وايي په وژل شویو او ټپیانو کې  د دوى ساتوونکي او د کورنۍ ځينې غړي هم شامل دي.تراوسه ددې پيښې مسولیت چا پرغاړه نه دی اخيستى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.