ننګرهار كې نيژدې درې سوه زره جريبه ځمكه غصب شوې

ننګرهارويل كيږي په ننګرهار كې د غصب لړى تر ښار او مهمو سيمو را رسيدلې ده. په لومړى ځل د ننګرهار محلي ادارې په دغه ولايت كې د غصب شويو ځمكو په اړه نوي معلومات خپاره كړل. د ننګرهار د عدليې رياست وايي په دې ولايت كې ټول ټال  ۲۸۱۲۰۵جريبه ځمكه غصب شوې خو غصبوونكى نه ښيي.

د ننګرهار د عدليې رياست وايي غصبانو ته سل دوسيې جوړې شوې چې ۸۲ ترې محكمې ته استول شوې دي. په ننګرهار كې د ولايتي شورا او ولايت له خوا د غصب شويو ځمكو د څيړنې او غاصبينو د برخلك په اړه دوه كميسيونونه جوړ شوي دي.

د ننګرهار والي سليم خان كندزى وايي چې دا كميسيون به ټولې هغه ځمكې را وګرځوي چې اوس او يا پخوا غصب شوې دي. هغه وايي مخكې د غاصبينو دوسيې په عدلي ادارو كې ساتل شوې او هيڅ چاته يې برخليك نه دى روښانه شوى.

خو د ننګرهار د ولايتي شورا غړي او مدني فعالان وايي دا هسې ژمنې دي او تراوسه يوه هم نه ده عملي شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني دغه ولايت ته په خپل سفر كې كړې وې.

په ننګرهار كې ډير غصب دهغو زورواكانو له خوا شوى چې د پخواني والي ګل آغا شيرزي د ولايت پروخت يې په ډيرو لږو پيسو قراردادونه ترلاسه كړي او اوس يې په كې ودانې جوړې كړې دي.

د ننګرهار محلي چارواكي وايي په دې غصب كې داسې هم شته چې يوه سيمه د يو كار له پاره د څوكلونو له پاره په قرارداد وركړل شوې، خو قرارداديانو پرې كورونه جوړ كړي او يا يې هم په خلكو پلورلې دي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.