ننګرهار نيژدې دوه نيم سوه زره ټنه كرنيز محصولات لري

سليم خان كندزیپه ننګرهار كې په تير كال كې «۳۱۰۷۵۵» ټنه غم وريجې او جوار توليد شوي دي. د ننګرهار والي وايي چې دا د بزګرانو د  هڅو پايله ده چې كرنيز محصولاتو كچه لوړه شوې ده. سليم خان كندزي د نوي كال او د بزګر د ورځې په مناسبت په خپل پيغام كې ويلي چې د بزګرانو د هڅو په پايله كې په تير كال كې «۷۰۳۰۳» ټنه ميوه او سابه هم له دغه ولايت څخه بهر ته صادر شوي دي.

د ننګرهار والي سليم خان كندزى وايي: (د ننګرهار بزګرانو په تېر کال کې دوه سوه یوڅلوېښت زره اوه سوه دوه شپیته «۲۴۱۷۶۲» ټنه سبزیجات،تیلي نباتات او حبوبات تولید کړي دي.)

هغه وايي په نوي كال كې يې درې نيم ميليونه ميوه لرونكي او زينتي نيالګي كينول شوي او په شل زره جريبه ځمكه باغونه جوړ شوي دي  چې ساتنې ته به يې هم پاملرنه وشي.

د ننګرهار چارواكي وايي په ننګرهار كې   (۴۵۰)   مصنوعي ځنګلونه  هم جوړ شوي دي . ننګرهار كې په (۱۴۳) زره هكتاره ځمكه طبيعي ځنګلونه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.