ننګرهار له بې ساري وضعیت سره مخ دی

داعشننګرهار هغه ولایت دی چې د افغانستان د نورو پښتنو ولایتونو په نسبت په کې قومي قبایلي رجحان کمرنګه دی، د لوستو شمېر په کې زیات دی تعلیمي او تربیتي موسسات هم په کې تر نورو ولایتونو فعال ول، چې په ډرونټه به ور ننوتي  په لویې لوحې به لیکلي و، چې د سولې او ادب ټاټوبي ته ښه راغلاست.

سوله، ادب او فرهنګ ددې خلکو هغه مشخصه وه چې هر ننګرهاري به پرې فخر کاوه، هیڅوک حاضر نه ول چې دغه هویت او شناخت ورنه واخیستل شي، حتا د ننګرهار طالبان نسبت نورو ولایتونو ته خلکو سره نرم چلند کاوه، ځکه پوهیدل که دلته هم لکه د نورو سیمو په څیر ښوونځي په نښه او وحشتونه وکړي بیا یې خلک هرکلی نه کوي. د ننګرهار طالبانو ته به د نورو سیمو طالبانو پيغور ورکاوه چې تاسو په خپل ولایت کې جبهي ولي کمزوري او عملیات مو هر وخت ناکام وي.

ننګرهار ته دا شناخت او هویت له ډېرې پخوا نه په میراث رسیدلی دی، حتا د مجاهدینو ترمنځ د کورنیو جګړو پر مهال چې ننګرهار د حاجي قدیر په مشرۍ د جهادي شورا له خوا اداره کېده خپل دغه شناخت ته وفاداره پاتې شول او ننګرهار د زرګونو جنګ ځپلو کابلیانو، تګابیانو شمالي والو ته خپلې غیږ کې ځای ورکړ، ټول افغانستان کې قومي او مذهبي تعصبونو زور اخیستی و، کابل کې به د پښتو او پاړسي په سر خلک وژل کېدل، خو ننګرهار کې د هر قوم او مذهب خلک آزاد ګرځیدلی شوای او په نسبي توګه تر بل هر ولایت امن ګڼل کېده.

دا سلسله همداسې روانه وه او بلاخره خبره دې ته رورسیده چې د لومړي ځل لپاره ننګرهار په ټول افغانستان کې ناامنه ولایت وګڼل شو، تیر یو کال کې تر بل هر ولایت ننګرهار کې ډير مرګونه او وحشتونه وشول او د ننګرهار دغه شناخت یو ناڅاپه بدل شو، د ادب او فرهنګ ولایت د جنګ او وحشت په ولایت بدل شو، د سولې ښار د کرکې او کینې په ښار بدل شو، موږ ته داسې ښکاري چې دا هر څه یو دم او ناڅاپه وشول، خو نه داسې هم نه ده دلته د امن په کلونو کې ډېرې پټې سکروټې وکرل شوې، جهالت خپرولو ته سیستماتیک کار وشو، افراطي مرکزونه جوړ شول، ولایتي اداره په فساد ککړه پرېښودل شوه او له دغه کمزورۍ نه افراطي ډلو او نورو دښمنانو ښه استفاده وکړه چې دا سکروټي هر څومره چې یې وس رسیده وکرلې، خبره تر دې را روسیده چې دغو سکروټو ته یو پوکی په کار و او هغه پوکی ورکول شو، یو دم لمبې پورته او د وحشتونه ننداره پیل شوه او دا دی نن ټول ددغه وحشتونو سیل کوو، خو هیڅ مو له لاسه نه کېږي.

اوس پوښتنه داده چې دلته کرل شوې سکروټې څه شی وې او دا پوکی څنګه ورکول شو چې ناڅاپه دا هر څه بدل شول. د دومره خرابیو لپاره هلته څه ډول ټولنیز بستر جوړ شوی و، چې ناڅاپه دومره افراطي او تندلارو ډلو وکولای شوای چې هلته د موجودیت اعلان وکړي او زموږ د پښتونولۍ او دودیز اسلام سره سل په سلو کې په ټکر کې ایډیالوژي یاني داعش هلته جرړه وکړي او بیا خبره تر دې ورسیږي چې نن سبا په خراسان [داعش یا اسلامي دولت افغانستان، پاکستان او ځیني نورې سیمې د خراسان په نامه پيژني] کې د داعش په مرکز بدل شي.؟

 

لومړی

نګرهار د نجیب له سقوط وروسته نسبت نور افغانستان ته امن ګڼل کېده، تعلیمي او تربیتي موسسات په کې فعال و، نو دغه وخت کې د عربو او پاکستاني انجوګانو او موسساتو له خو دغه ولایت کې ځیني دیني مدرسې جوړې شوې، یتیم خانې جوړې شوې، د ننګرهار پوهنتون ته د اسلامي اخوت او برادرۍ تر نامه لاندې د پاکستاني د جماعت اسلامي او جمعیت علما اسلام پورې اړوندو استادانو او مشرانو راتګ زیات شو، دلته به یې تقریرورنه کول او د پوهنتون په دننه کې یې له هغه استادانو سره اړیکې جوړې شوې چې همدغسې فکر یې درلود او دا هسته ورو ورو همداسې لویده چې حتا د کرزي د حکومت پرمهال هم د چا ورته پام نشو خو پوهنتون کې بنسټپالی سوچ او تفکر مخ په بره روان و.

ددې تر څنګ ننګرهار کې د هرې اسلامي ډلې پورې اړوند یو مذهبي مرکز هغه که د جومات، مدرسې یا د تعلیمي مرکز په شکل و، خپل فعالیت پیل کړ. دغو مراکزو کې ځوانانو ته پر اسلامي نړۍ د غربي نړۍ د ظلمونو او وحشتونو کیسې کېدې او ټول اسلامي هېوادونه ورته داسې تعریفیدل چې د امریکې غلامان دي او باید دا نظامونه چپه او په ځای یې اسلامي خلافت رامنځته شي او خدای پاک دا دنده د خراسان یا افغانستان خلکو ته سپارلې دلته به لکه د ابومسلم خراساني په شکل کې یو څوک پیدا کېږي او بیا به د نړۍ مسلمانان له کفري نظامونو ساتي او خلافت به جوړوي.

جوماتو کې به ملایانو د خلکو د ورځنیو اخلاقو او ټولنیزو ستونزو د بیانولو په ځای د کشمیر او فلسطین غم ژاړه دغسې ورو ورو له دغو ځوانانو خپل غمونه او دردونه هیر او د ټولې اسلامي نړۍ د نجات په فکر کې ولویدل، له همدې امله یې طالبانو، حزب اسلامي او القاعده سره خواخوږي زیاته او بلکې ورسره یو ځای شول. بل ننګرهار ولایت هغه ځای دی چې دلته اسامه بن لادین اوسیدلی دی او هغه هم داسې مرکزونه دلته جوړ کړي و، د خلکو په تندلاري کولو کې د هغه هم مهم نقش و، همدارنګه د کونړ له خوا د وهابیت او سلفیت چپه هم راغله، ځکه کونړ کې تر ننګرهار مخکې د جمیل الرحمان په نامه یو کس هلته سلفیت رایج کړی و. ننګرهار کې هر اسلامي تنظیم یو مرکز جوړ کړ، حتا د جان بټ په نوم یو انګریز چې مسلمان شوی خپل اسلامي پوهنتون ننګرهار کې جوړ کړ. دغو ټولو مرکزونو باندې د حاجي قدیر له وخته نیولې بیا د طالبانو او له هغې وروسته د کرزي په ټوله موده کې هیڅ ډول بندیز ونه لګید او هیڅ ډول نظارت پرې ونشو، همدا هغه سکروټې وي چې هر ورځ شاوخوا شیندل کېدې او په فکر لحاظ یې ځوانان دې ته چمتو کول چې د اسلام د سربلندۍ لپاره له خپل سره تیر شي.

 

دویم

د سکروټو د پوکي او ناڅاپه د حالاتو د خرابیدو خبره ده، دلته فاسده اداره، رشوت خواره چارواکي، ناسالمه رقابت، زورواکي، چور او چپاول خلک پر حکومت او قانوني بنسټونو بي اعتماده کړي ول، دغه خراب حالت تندلارو ته زمینه برابره کړه چې له وضعیت نه ناراضه ځوانان ژر جذب کړي. د اشرف غني د حکومت له راتلو سره د ګوانتانامو د یو پخواني بندي مسلم دوست ننګرهار ته راغلو او له داعش نه یې خپل ملاتړ اعلان کړ او له هغې وروسته خپله مسلم دوست نادرکه شو خو څه موده پس پاکستاني قبایل چې پخوا طالبان ول، د داعش تر نامه لاندې یې دلته فعالیت پیل کړ، چې سیمه ییزو طالبانو سره ونښتل او شینواري یې ټول ناامنه کړل. اوس د امریکې پوځونو قوماندان انديښنه ښودلې ده چې ننګرهار به د داعش مرکز جوړیږي، چې دا خبره هغه نظریه قوي کوي چې وايي داعش ته امریکه د پرمختګ زمینه برابروي، خو تر اوسه داسې څه ښکاره اسناد نشته چې وښيي واقعا امریکا له داعش سره مرسته کوي، خو دلته په دې اړه ضد او نقض رپوټونه مخې ته راځي.

سږکال ننګرهار هغه ولایت و، چې د ټول افغانستان په نسبت په کې ډېر خلک وژل شوي او تر ګردو نارامه ولایت ګڼل شوی دی.

ننګرهار د کابل دروازه او سټراټيژیک ولایت دی، که د  ننګرهار ولایت غم ونه خوړل شي او ددغه ولایت پورې اړوند ځوانان او سیاسي فعالان ددغه حالت د بدلولو هڅه ونه کړي، او حکومت هم دغې ستونزې ته پام ونه کړي، د ننګرهار په ولایت کې ټولنیز بستر ته په کتو ددې زیات امکان شته چې دا سیمه په رښتیا هم د داعش په مرکز بدله شي، ځکه هلته ددغو ناخوالو پر وړاندې خلک بي تفاوته شوي او په هیچا اعتماد نه کوي او ځکه اوسني دولتي اداره یې هم ویل کېږي بیخي ناکامه ده، په داسې شرایطو کې د داعش په څير حرکت چې د عربو پریمانه پیسې هم ورسره وي، حتمي ده چې حالات خرابولی او بیا هلته مرکز جوړولی شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.