ننګرهار کې ۱۱ بابه ښوونځي بېرته پرانېستل شول

ننګرهار کې ۱۱ بابه ښوونځي بېرته پرانېستل شول

د ننګرهار په بټي کوټ او مومند درې ولسوالیو کې ۱۱ ښوونځي چې د ناامنیو له امله تړل شوي و، بېرته پرانېستل شوي دي

پوهنې وزارت وايي، دغه ښوونځي د امنیتي ځواکونو او د سیمې قومي مخورو په منځګړیتوب بېرته پرانېستل شول

د پوهنې وزارت په وینا، دغو دوو ولسوالیو کې اوس امنیتي ګواښونه د پخوا په پرتله زښته زیات کم شوي دي، نو ځکه يې د ښوونځیو پرانېستلو ته اجازه ورکړه

یوازې ننګرهار نه دی، د هېواد په یو شمېر نورو پښتون مېشتو ولایتونو کې زیات شمېر ښوونځي شته چې د ناامنیو له امله یا تړل شوي، چې تازه بېلګه يې پکتیکا ولایت دی

پکتیکا کې وړمه شپه ناپېژانده وسله والو په ارګون ولسوالۍ کې یو ښوونځی په بشپړ ډول سوځولی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published.