ننګرهار کې دوه پاکستاني اورپکي نیول شوي دي

ننګرهار کې دوه پاکستاني اورپکي نیول شوي دي

افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په تور غر سیمه کې عملیات کړي دي.

 

د کومانډو ځواکونو یوې سرچینې محور ته وویل (( کومانډو سرتېرو تېره شپه د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ په تور غر سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې يې یو مهم طالب سرګروپ وژل شوی دی، یو یې ټپي دی او دوه نور پاکستاني اورپکي چې طالبانو ته یې مشورې ورکولې، نیول شوي دي. ))

 

سرچینې خپل لوري ته د مرګ ژوبلې اوښتې یاودنه ونه وکړه

 

بلخوا شمال کې شاهین قول اردو وايي، افغان ځواکونو د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې عملیات کړي چې د قاري عبیدالله په نوم يې د طالبانو یو سرګروپ له درېیو ملګرو سره وژلی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.