ننګرهار کې د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه

په ننګرهار کې سلګونه مدني فعالانو، ځوانانو او ځايي اوسېدونکو د امنيتي ځواکونو په ملاتړ لاريون وکړ او د امنيتي ځواکونو د منحلېدو په اړه يې د طالب استازي عباس ستانکزي وروستۍ څرګندونې وغندلې.

 

مظاهره کوونکو ويل هغه سوله ورته د منلو وړ نه ده چې د امنيتي ځواکونو لاسته راوړنې په کې قرباني شي.

دوی په خپلو شعارونو کې ويل ((مرګ په پاکستان، د امنيتي ځواکونو ملاتړ کوو، هغه سوله راته منظور نه ده چې امنيتي ځواکونه مو منحلوي…))

 

يو شمېر معلولو او مېرمنو لاريونوالو د امنيتي ځواکونو د ملاتړ او ستاينې په خاطر د هغوی په غاړو کې ګلونه هم واچول.

 

د مظاهره کوونکو له ډلې د ننګرهار د معلولينو د اتحاديې مشر مسعود ساپي وويل، له لاريون يې موخه د امنيتي ځواکونو ملاتړ، د ملي ګټو ساتنه او د بين لافغاني مذاکراتو په نتيجه کې د سولې د راتګ غوښتنه کول دي.

 

د لاريون يو بل ګډونوال نوراغا ځواک وويل، يو هېواد هغه وخت پرمختګ کولی شي چې پياوړی امنيتي ځواک ولري؛ نو هېڅکله به افغانان اجازه ورنکړي چې امنيتي ځواکونه يې د سولې د راتګ په پلمه د پرديو د شومو موخو قرباني شي.

یوازې ننګرهار نه، بلکې کابل، خوست، پکتیا، هلمند، کندهار، کندز، بامیان او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د امنیتي ځواکونو په ملاتړ لویې غونډې شوې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.