ننګرهار کې د برېښنايي تذکرو وېش څانګه پرانېستل شوه

ننګرهار کې د برېښنايي تذکرو وېش څانګه پرانېستل شوه

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې، د الکترونيکي تذکرو وېش لړ کې دا ځل د ننګرهار ولايتي څانګه پرانيسته.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د الکترونيکي تذکرو دا مرکز ښه ګام وباله او خپل کلک ملاتړ یې څرګند کړ او الکترونیکي تذکره یې په ښه حکومتولۍ ارزښتانک ګام یاد کړ. هغه همدا ډول وويل: په ننګرهار ولایت کې موږ د الکترونيکي تذکره د وېش مرکز ته شېبې شمېرلې او له دې ملي لړۍ څخه کلک ملاتړ کوو.

له ننګرهار وړاندې هرات کې هم کې هم د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پیل شوې وه.

دې ادارې تراوسه پورې ۲۰۵۹۳۰ نه ډېرې الکترونيکي تذکرې وېشلي او ژمنه ده څو راتلونکي کې نورو ولایتونو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.