ننګرهار کې د ستروسو له حاصلاتو ۳۰۰ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه شوي

ننګرهار کې د ستروسو له حاصلاتو ۳۰۰ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه شوي

ننګرهار کې سږ کال د ستروسو له حاصلاتو څخه شاوخوا ۳ سوه میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه شوي دي.

د ننګرهار ولایت په ۹ ولسوالیو کې په خصوصي او دولتي باغونو کې د کرل شوو ستروسو بوټو څخه سږ کال د درې سوه میلیونه افغانیو په ارزښت لس زره میټریک ټنه د ستروسو حاصلات تر لاسه شوي دي .

د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ادارې د مالوماتو پر بنسټ، سږ کال د ننګرهار ولایت په بهسودو، بټي کوټ، ګوشتې، سره رود، کامې شینوارو، مومندرې رودات او کوز کونړ ولسوالیو کې په ۱۰۶۰ هکتاره شخصي او دولتي ځمکو د کرل شوو باغونو څخه لس زره میټریک ټنه د ستروسو حالات تر لاسه شوي دي،چې یو میټریک ټن څخه دیرش زره او له لس زره میټریک ټنو څخه درې سوه میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه شوي دي .

 

د مالوماتو له مخې ۶۱۰ هکتاره ځمکه کې کرل شوي ستروسو د کانال ادارې او ۴۵۰ هکتاره ځمکه کې د کرنې او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د خلکو شخصي ځمکو پورې اړوند د ستروسو حاصلات دي، چې پر مهال یې څلور زره دوه سوه کسانو ته کاري زمینه هم برابره شوې ده.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.