ننګرهار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ بورډ غړي شهید ارمان لوڼي غایبانه جنازه اخېستل شوې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ بورډ غړي ارمان لوڼی، چې تیره ورځ د کوزې پښتونخوا په لورلایي سیمه د پنجابي ځواکونو لخوا په شهادت رسېدلی و، نن د سلواغې په ۱۴مه یې په جلال اباد ښار کې د ګڼ شمیر پښتونپاله ځوانانو له لورې د غایبانې جنازې او فاتحې مراسم ترسره شول .
د جنازې مراسمو کې د ننګرهار والي حیات الله حیات هم ګډون کړی و.
ننګرهار والي حیات الله حیات د فاتحې په مراسمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ بورډ غړي ارمان لوڼي په مړینه خواشیني وښوده، د هغه کورنۍ او ټولو پښتنو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
ځوانانو چې پاکستان د سیمې سرطان نعرې وهلې، د پنجاب له حکومت غوښتي چې پر پښتنو دې خپل ظلمونه ودروي، کنه د نړۍ له نقشې به ورک شي
Leave a Reply