ننګرهار کې د طالبانو درانه تلفات

ننګرهار کې د طالبانو درانه تلفات

وسله والو طالبانو تېره شپه د ننګرهار ولایت شېرزادو ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې موټر بم بریدونه کړي دي.

 

د ننګرهار سیمه ییز مسوولین وايي، طالبانو غوښتل چې د شېرزادو ولسوالۍ مقام ونیسي، خو امنیتي ځواکونو يې مخه ونیوله.

 

سیمه کې له موټر بم برید وروسته، افغان تازه دمي کومانډو ځواکونه د جنګ ساحې ته ورسېدل چې د هوايي بریدونو پر مهال ۱۷ طالبان وژل شوي دي او ۳۰ نور ټپیان دي.

 

د مسوولینو په خبره، نښتو کې د ملي اردو دوه سرتېري هم وژل شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.