ننګرهار کې نیژدې څلویښت زره جریبه ځمکه غصب شوې ده

ننګرهارپه ننګرهار کې «۳۰۵۸۴» جریبه ځمکه د  «۷۴۰»  تنو له خوا غصب شوې ده، چارواکي وایي چې د تیرو رژیمونو پر وخت په دغه ولایت کې حکومت هغه کسانو ته ځمکې ویشل شوې دي، چې د واکمن ګوند غړي وو، بله ستونزه چې د ډیرې ځمکې  غصب لامل شوي جعلي اسناد دي.

په دغه ولایت کې ډیر داسې موارد شته چې په اجاره ورکړل شوې ځمکې د قرارداد له پای ته رسیدو وروسته ځمکې نه دي خوشې شوې.

هغه کسان چې ځمکه یې په اجاره اخیستې ا دعا کوي ،چې ډیر کلونه یې ځمکه په تصرف کې وه چې د دغه ادعا له امله دولتي ادارو هم موضوع نه ده تعقیب کړ او ځمکه له دوی سره پاتې شوې دي. بله ستونزه دا ده چې اجاره دارنو د قرارداد خلاف په اجاره شویو ځمکو ودانۍ جوړې کړي.

په دې اړه طرزلعمل هم داسې دی، چې که یو څوک په اجاره شوې ځمکه ودانۍ جوړې کړي اود ودانیو بیه هم تر ځمکې ډیره وي نو ځمکه ترې بیرته نه اخیستل کیږي او په بدل کې یې له دغو افرادو څخه پیسې اخیستل کیږي.

د اندیښنې خبره داده چې په دغه ولایت  کې ښه پریمانه زورورکان شته چې پراخې دولتي ځمکې یې غصب کړې دي. په دغه ولایت کې غاصبان دومره زورودي چې د محلي چارواکو په وینا کله چې د ولایت دمقام ترڅنګ ځمکه یې غصبوله غږ یې د دولایت چارواکو اوریده خو د دوی د زور له امله یې ورته څه نه شو ویلای.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه کمیټه وایي، چې په ننګرهار  کې یوه ستونزه داهم وه، چې ځینې هغه کورونه چې د معاملاتو دلارښونې دفترونو کې د کرایي، ګروی، او یا پلورلو په موخه ثبت شوي، دغودفترونو د اصلي خاوند له اجازې او خبرولو پرته دا ملکیتونه پلورلي چې یوه لویه ستونزه یې زږولې ده.

د ملکیتونو د لانجې دوسیي په عمومي توګه محکموته راجع کیږي، خو ویل کیږي چې په ځینو مواردو کې څارنوالي په مدني ـحقوقي دوسیو کې هم لاسوهنه کړې.

د ننګرهار د کانال ځمکه په بیلا بیلو بڼو غصب شوې ده: په دغه ولایت کې ډیرې غصب شوې ځمکې په کانال پورې تړاو لري. له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې (آیسا) له دې پرته چې د ځمکې ستونزه پاکه شي او د انتقال تخنیکي مرحلې یې بشپړې شي د یوه فرمان په اخیستلو سره د کانال ریاست له خبرولو پرته د صنعتي ښارګوټي ویشل پیل کړي، چې په فرمان کې له ذکر شوې ځمکې هم ډیره ځمکه ویشل شوېده.

یوه بله بېلګه یې د دغه ولایت د پولیسو ښارګوټی دي چې د فرمان له مخې « ۱۸۰۰ » نمرې ځمکې ځانګړې شوې دي، خو په عمل کې د « ۹۰۰۰ » نمرو په شاوخواکې ځمکه ویشل شویده له دې پرته چې د «اراضي» اداره خبره  او د دغه ادارې  له لارې یې د فرمان قانوني پړاونه تیر شي.

له بلې خوا ویل کیږي، چې د کانال ځینې کارمندان هم له خپلې موقف او دندې په  ناوړه استفادې سره د کانال یوه اندازه ځمکه غصب کړې، چې اوس له دندې ګوښه کړل شوي دي. د ننګرهار کانال چارواکي وایي اوس هم د دغه پروژې د ملکیتونو د ساتنې په برخه کې  له ګڼو ستونزو سره مخ دی. د کانال ساتونکي قطعې تشکیل کم دی او د دغه ولایت پولیس، محکمه او څارنوالي په دې برخه کې  له دوی سره همغږې او جدي همکاري نه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.