ننګرهار کې هوايي برید ۷۰ کورني او بهرني داعشیان وژلي دي

ننګرهار کې هوايي برید ۷۰ کورني او بهرني داعشیان وژلي دي

د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو هوايي بریدونو د داعش ډلې ۷۰ غړي وژلي دي.

 

امنیتي سرچینو ویلي، بریدونه د خوږیاڼو ولسوالۍ په تنګي وزیر سیمه کې شوي دي.

 

د وژل شویو داعش وسله والو په ډله کې، ۶ عرب جنګیالي، ۵ چیچنايي او اته داعشۍ مېرمنې شاملې دي.

 

د بریدونو پر مهال، د داعش ډلې ۵ لوی مرکزونه هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.