ننګرهار کې پنځه زره میرمنې په ادارو کې کار کوي

د ښځو پیوستون ننګرهارد ننګرهار والي سلیم خان کندوزي په جلال آباد کې د ښځو د پیوستون د ورځې په مناسبت جوړو شویومراسمو کې وویل چې په دغه ولایت کې د ښځو د کار له پاره زمینه برابره شوې او ښځې په تیر او اوسني وخت کې ټاکونکی رول لري. سلیم خان کندوزي وویل چې د پنځو ادارو رییسانې ښځې دي او پنځه زره میرمنې په دولتي او خصوصي ادارو کې کار کوي.

دغه غونډې ته «لومړی میرمن» رولا غني او د کار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزیره هم راغلې وې. میرمن غني د ښځو د حقونو په اعاده کې شوي پرمختګونه وستایل او په دې برخه کې یې په جدي کار ټینګار وکړ، هغې وویل: (لاهم ځینی دودونه د ښځو د کار مخه نیسي چې پروړاندې یې باید مبارزه وشي.)

د ننګرهار والي وایی چې په دغه ولایت کې ښځې له نارینه سره اوږه په اوږه کار کوي اوتر ۱۲ زرو پورې میرمنې په خپلو کورونو کې په حرفوي زده کړو بوختې دي.

ښاغلي کندوزي وویل: (موږ په ننګرهار کې ۳ زره نجونې په خصوصي او دولتی پوهنتونونو کې لرو او ژمن یو،چې هر مهال د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ادارو کې په شرائطو برابرو مېرمنو ته د دندې پیدا کولو زمینه برابره کړو.)

په دې مراسمو کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړې حمیرا رفیع له رولا غني وغوښتل چې ننګرهار په کچه په کلیوالي سیمو کې مېرمنو ته ځآنګړې پاملرنه وکړي. ګډونوالو د دې مراسمو په څنډه کې د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون هم پرانیست.

Leave a Reply

Your email address will not be published.