ننګرهار کې ۱۱ طالبان وژل شوي دي

ننګرهار کې ۱۱ طالبان وژل شوي دي

د ملي امنیت ځانګړې قطعې تېره شپه د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو په یو مرکز عملیات ترسره کړي دي

عملیاتو کې ۱۱ طالبان وژل شوي دي او د وسلو درې ډېپوه ګانې يې له منځه تللې دي

سرچینو ویلي: عملیاتو کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسېدلی

بلخوا د غزني‌ په قره باغ ولسوالۍ کې هم افغان ځواکونو هوايي برید کړی چې ۴ طالبان یې وژلي دي

پًه دې وروستیو کې د طالبانو پر ضد د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو کچه لوړه شوې ده چې زیاتې لاسته راوړنې هم لري

Leave a Reply

Your email address will not be published.