ننګرهار کې ۸۷ داعش وسله وال وژل شوي دي

ننګرهار کې ۸۷ داعش وسله وال وژل شوي دي

افغان ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په اچین او ده بالا ولسوالیو کې ځانګړي عملیات ترسره کړي چې د داعش ډلې د خراسان څانګې ۸۷ غړي يې وژلي دي.

 

امنیتي سرچینو  محور ته ویلي، عملیاتو کې افغان هوايي ځواکونو هم برخه درلوده چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهېسې په یادو ولسوالیو کې ترسره شوي دي.

 

تېره ورځ هم کومانډو ځواکونو اچین ولسوالیو کې عملیات ترسره کړي و چې له امله یې د داعش ډلې ۴ پاکستاني غړي وژل شوي وو.

 

ویل کېږي د یادو عملیاتو پر مهال اچین ولسوالۍ کې د داعش د خراسان څانګې وروستی مرکز هم له منځه وړل شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.