ننګرهار د خُرما لومړني تولیدات

ننګرهار د خُرما لومړني تولیدات

نګرهار کې د لومړي ځل لپاره له یوه باغه دوه زره کېلو ګرامه خرما راټوله شوې ده

د ننګرهار کانال ریاست اړوند په هډې فارم سیمه کې په څلوېښت جریبه ځمکه کې له یوه باغه د لومړي ځل لپاره دوه زره کیلو ګرامه خرما را ټوله شوې، چې ترې شاوخوا ۶۵ زره افغانۍ عواید تر لاسه شوي دي.

په دغه باغ کې له عربي اماراتو څخه راوړل شوي شاوخوا دوه زره اوه سوه د خرما ۷ ډوله بوټي کرل شوي وو، چې په لومړي کال يې یاد حاصلات ورکړل او تمه ده چې په راتلوونکې کلونو کې په حاصلاتو کې لا هم زیاتوالی راشي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.