نواز شریف د سعودي او قطر روغه کوي

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف سعودي عربستان ته تللی دی. پاکستاني رسنۍ وايي د سفر موخه یې د عربستان او قطر ترمنځ د ستونزې حل دی.
په دغه سفر کې له نواز شریف سره د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او سرتاج عزیز هم ملتیا کوي. ویل کېږي چې هغه به له عرب چارواکو سره د قطر په اړه خبرې وکړي او کوښښ به وکړي چې دغه ستونزه حل کړي.
بل پلو ځينې رسنۍ وايي، چې سعودي ته د نواز شریف سفر ښايي عربستان ته د نورو پاکستاني عسکرو د لېږل په اړه وي. همدا اوس هم د پاکستان سلګونه عسکر د عربو ددفاع لپاره په یمن کې جنګېږي.
په ورته وخت کې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو، چې پاکستان قطر ته د ۲۰ زرو په شاوخوا کې عسکر لېږي، خو پاکستان بیا وویل چې دا پرېکړه نهايي شوې نه ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.