نورستان کې د ۲۷۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲ سړکونو جوړېدو چارې پیل شوې

 نورستان کې د ۲۷۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲ سړکونو جوړېدو چارې پیل شوې

د نورستان ولایت په مرکز کې د ۲۷۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو سړکونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د مالیې سرپرست وزیر محمد همایون قیومي د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي، د اوبو او بریښنا وزارت سرپرست وزیرانجینیر محمد ګل خلمي او د لوړو زده کړو وزیر عبدالتواب بالا کرزی چې نورستان ته تللي دي، هلته يې ځینې پروسې پرانیستې دي.
د نورستان ولایت سیمه ییزو چارواکي وايي، چې دوه پروژې د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سمیزو برنامو د همغږۍ ددفتر او د کلیوالي سرکونو د جوړولو د پروګرام له خوا پرانستې یوه پروژه د ۵۱۰ متره کانکریټي سرک پروژه وه چې مرکز پارون له کامدیش ولسوالۍ سره تړي په دغه پروژه ۷۸ اعشاریه ۹ میلونه افغانۍ لګښت راځي او بله پروژه د ۲۵ اعشاریه ۸ کیلو متره سرک جوړول دي چې د ملي پروګرام له لارې پرې څه باندې ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت کیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.