نورستان کې ۱۲ زره کورنیو ته لمریزه برېښنا برابرېږي

نورستان کې ۱۲ زره کورنیو ته لمریزه برېښنا برابرېږي

 

 

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر  مجیب الرحمن کریمي نن د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سره د یاد ولایت د خلکو د ستونزو او غوښتنو د اوریدو په مو  لیدلي دي.

د نورستان والي د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر سره د لارو د نشتون او د څښاک د اوبو کمښت ستونزې او لېرې پرتو سېمو ته د برېښنا رسونې پروژې غوښتنې شریکې کړې.

وزیر وویل، د نورستان په مرکز پارون کې هغه سړک چې لومړنۍ برخه یې بشپړه شوې، دویمه برخه به یې هم چې ۵۱۰ متره کېږي، د وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر لخوا جوړه شي.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، د نورستان په برګمټال او کامدیش ولسوالیو کې به ۱۱۴۱۱ کورنيو ته برېښنا برابره شي، چې له ډلې یې ۴۱۰۳ کورنۍ سروې شوي او د پاتې کورنیو له سروې وروسته به ورته لمریزي کڅوړې وویشل شي.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر همدرنګه وویل، په نورستان کې به د کلیوالي مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام د نورستان ولایت د پتون او وامه په ولسوالیو کې ۶۶ کلي تر پوښښ لاندې راولي، چې په کې به ۶۶ اتحادیې جوړې کړي او په پنځو کالونو کې به ورسره ۴۲ ميليونه افغانۍ بلاعوضه مرسته وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.