نور: د غني راپرزولو لپاره طالب سره هم لاس یو کوم

نور: د غني راپرزولو لپاره طالب سره هم لاس یو کوم

د جمعیت ګوند د اجراییه شورا مشر عطا محمد نور په خپله تازه مرکه کې ویلي: که اړتیا شوه له واکه د غني د لیرې کولو لپاره طالبانو سره هم ائتلاف کوم.

نور ټینګار کړی چې دا حکومت ورته نور یوه شېبه هم د منلو وړ نه دی.

نوموړي دا هم ویلي: که له ارګه د غني ګوښه کول د جګړې، کړکېچ او وینو بهېدو لامل هم شي، پروا يې نه لري.

عطا محمد نور پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د ډیورنډ رسمي کېدو غوښتنه کړې وه چې د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ او هغه يې د نورو ګوډاګی یاد کړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.