د راپورونو له مخې په هلمند کې د بهرنيو ځواکونو يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده چې پکې سپاره کسان ژغورل شوي، خو الوتکه سوځول شوې ده.
د هلمند د والي وياند محمد عمر ځواک ويلي چې تېره ورځ ناوخته د نوزاد ولسوالي په بارکزیو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده.
هغه وايي چې د الوتکې ټوله عمله ژغورل شوې خو خپله چورلکه د بهرنیو ځواکونو له لوري سوځول شوې ده.
دغه راز په کابل کې د ناټو مطبوعاتي دفتر هم دغه پېښه تاييدوي او وايي چې چورلکې له کوم بريد پرته بېړنۍ ناسته کړې ده.
یاده سرچينه هم وايي چې د چورلکې ټوله عمله ژغورل شوې ده.
Leave a Reply