نويو کمېشنرانو د لوړې مراسم پر ځای کړل

نويو کمېشنرانو د لوړې مراسم پر ځای کړل

د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي کمېشنرانو نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لوړې مراسم پر ځای کړل.

ولسمشر د لوړې مراسمو پر مهال و ویل، ټاکنیزې درغلۍ، سرغړونې او نورې تېروتنې په په جدیت سره څېړل کېږي.

ولسمشر غني د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له نویو کمېشنرانو په زغرده وغوښتل چې خپلې دندې دې پر په پوره رښتینولۍ مخ ته یوسي

له کمېشنرانو د ولسمشر بله غوښتنه دا وه چې ژر دې د ولسي جرګې د ټاکنو پاتې پایلې اعلان کړي.

ولسمشر ویلي د ټاکنو کمېسیون هېڅ کمېشنر حق نه لري چې له سیاسي ګوند سره اړیکې ولري او هغه اړیکې يې چې درلودې، اوس دې ختمې کړي.

هغه ټینګار کړی چې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړو ته تر ټولو سخته  دنده سپارل شوې او باید له جدیت او دقت کار واخلي.

 

ټاکنو کمېسیون ته ولسمشر دغه کسان غوره کړي دي:

حبیب الرحمن ننګ – دارالانشاء رییس

سید عصمت الله مل

مولانا محمد عبدالله

  • اورنګ زېب

محمد حنیف دانشیار

مسافر قوقندي

حوا علم نورستانۍ

رحیمه ظریفي

 

شکایتونو کمېسیون ته هم د ولسمشر لخوا لاندني کسان ټاکل شوي:

چمن شاه اعتمادي – دارالانشاء رییس

محمد قاسم الیاسي

زهره بیان شینوارې

مولوي دین محمد عظیمي

محمد یونس طغرا

سید قطب الدین رویدار

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.