د سیاسي ټلوالو د جوړیدو په لړ کې دا ځل نوې ملي جبهې خپل موجودیت اعلام کړ. د دغې جبهې غړي ځانونه د حکومت سیاسي اپوزیسون بولي او وایی حکومت مشروعیت کمزوری دی دوي وایی، د حکومت د ړنګېدو په هڅه کې نه دي خو له وخت وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کېدو غوښتنه لري.
د افغانستان نوې ملي جبهه چې له سیاسي ګوندونو، د ولسي جرګې له غړو، پخوانیو وزیرانو او نورو شخصیتونو څخه جوړه ده، د پنجشنبې په ورځ کابل کې د موجودیت اعلام وکړ.
د دغې جبهې غړي په اوسني حکومت د نیوکې تر څنګ وایی چې مشروعیت یې کمزوری دی او لازم ظرفیت نه لري. د جبهې غړی انوارالحق احدي وايی چې د حکومت د اصلاح په هڅه کې نه دي ځکه د دوي په وینا، دغه حکومت د اصلاح وړ نه دی.
د دغه جبهې غړي د ملي یووالي د حکومت د مشرانو کمزوری مدیریت هېواد کې د ستونزو مهم لامل او حکومت د امنیت په راوستلو کې ناکام ګڼي. د دغې جبهې غړي د سولې د پروسې ملاتړ کوي خو د دوي په وینا داسې سوله چې په اصولو برابره وي، او له سیاسي مخالفینو غواړي چې دغې پروسه کې ګډون وکړي.
دغه جبهه وایی چې له اساسي قانون او د افغانستان د نظام ملاتړ کوي او په اوسنیو شرایطو کې د اساسي قانون تعدیل د هېواد او خلکو په ګټه نه بولي د دغې جبهې غړي دغه راز له وخت وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو په تر سره کېدو ټینګار کوي.
تر اوسه د ملي یووالي حکومت د افغانستان د نوې ملي جبهې د څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي. بلخوا د افغان ملت ګوند ویلي چې په دغه جبهه کې ګډون نه لري.
Leave a Reply