(نيم هلمند طالبانو ته وركول كيږي)

هلمندپه هلمند كې داسې ګنګوسې دي چې دولت غواړي په يوه سياسي معامله كې د دغه ولايت نيمه برخه طالبانو ته وسپاري. په هلمند كې د ولايتي شورا يو شمير غړي او قومي مشران وايي حكومت غواړي نيم ولايت وسله والو ته وسپاري. دا كسان وايي له همدې امله د دغه ولايت د موسا كلا ولسوالې په شمول له يو شمير سيمو حكومتي ځواكونه په شاه شوي دي.

دغو كسانو په لشكرګاه كې د يوې غونډې په ترڅ كې وويل که دولت غواړي له طالبانوسره سياسي معامله وکړي، نوغوره داده چې هغوی ته ځينې وزارتونه ورکړي اوددې ولايت د هغه سلګونوځوانانو له وينو سره  د جفا نه کوي چې د تيروڅوکلونوپه لړکې يې ددې ولايت د ساتنې لپاره تويې کړې دي.

د مدني ټولنې فعال سردارمحمد همدرد وايي دوى وايي ځكه انديښمن دي چې  په دې وروستیوکې دولت د هلمند په شمالي سيموکې د موسی کلا ولسوالۍ په ګډون ځينې نورې مهمې سيمې هم وسله والوطالبانوته پريښې دي اوښايي سنګين اوکجکي ولسوالۍ هم له ورته برخليک سره مخ شي.

د هلمند والي ميرزاخان رحيمي چې تراوسه پورې ددې ولايت پرسرکومه سياسي معامله نه ده شوې او نه به وشي.

په هلمند كې د ولسمشر اوپراتيفي مسول عبدالجبار قهرمان وايي د ولايت پر سر هيڅ معامله نه ده شوې او داچې سيمې وسله والو نيولې په نورو برخو كې ستونزې شته چې د دې لامل شوي دي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.