نړیوالې رسنۍ: افغان ځواکونه کوچنۍ پوستې په لویو قرارګاوو بدلوي

نړیوالې رسنۍ: افغان ځواکونه کوچنۍ پوستې په لویو قرارګاوو بدلوي

د فرانسي خبري آژانس په یوه تازه راپور کې لیکلي چې له زیاتې مودې وروسته افغان سرتېري غواړي په لیرې پرتو ولسوالیو او کلیو کې د خپلو اوسېدو تاکتیک بدل کړي.

راپور کاږي، افغان ځواکونه غواړي هغو سیمو کې چې جګړه په کې زیاته ده او دوی کوچنۍ پوستې لري، پوستې راکمې او یوه ـ یوه قرار ګاه جوړه کړي.

راپور وايي، دغه تصمیم وروسته له هغه نیول شوی چې یو شمېر سیمو کې افغان سرتېرو تلفات ولیدل.

نوي پلان کې به افغان ځواکونه له دفاعي حالت یرغلیز ته ننوځي، تر څنګ به یې جګړه او یرغلیز عملیات د طالبانو سیمو ته وړي.

د تندر قول اردو قوماندان دادان لونګ ویلي، د امنیتي پوستو تکیتک ناکام دی.

د لونګ به خبره، له څلورو کلونو ر اهېسې زمونږ زیات تلفات پر امنیتي پوستو د طالبانو او نورو ترهګریزو ډلو د بریدونو له امله رامنځته شوي دي.

بلخوا افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان سکاټ مېلر هم ټینګار کړی چې د امنیتي پوستو له منځه وړل به افغان ځواکونو سره ډېره مرسته وکړي.

هغه دا هم ویلي چې تعرضي عملیاتو کې د افغان ځواکونو تلفات کم وي، خو د دوی زیاته مرګ ژوبله د طالبانو د بریدونو له امله ده.

مېلر ویلي، دا د مشرانو په کچه پرېکړه ده، موږ غواړو چې مطمئن اوسو چې افغان ځواکونه ډوډۍ او پیسې پر وخت ترلاسه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.