نړیوالې ټولنې پر فیفا، ټیفا او ایتوا خپلې مالې مرستې بندې کړي

نړیوالې ټولنې پر فیفا، ټیفا او ایتوا خپلې مالې مرستې بندې کړي

محور؛ دوشنبه، د وږی میاشتې ۴ مه:

پر ټاکنو یو شمېر څارونکي بنسټونه وايي، نړیوالې ټولنې له افغان حکومت او د ټاکنو کمېسیون سره په همغږۍ، دوی باندې مالي مرستې بندې کړي دي.

پر ټاکنو د څارونکي بنسټ فیفا مشر یوسف رشید ویلي، نړیوالې ټولنې او افغان حکومت  دغه کار ځکه کړی دی چې ټاکنو کې خپلې تمبلۍ پټې کړي.

د رشید په وینا، که چېرې پر دوی د مالي مرستو بندوالی دوام وکړي، نو راتلونکې جمهوري ریاست ټاکنې به په درغلیو کې ترسره شي.

بلخوا د ټیفا مشر نعیم ایوب ز اده هم ویلي دي چې پر دوی يې هم مرستې بندې کړي دي.

د هغه په وینا، په دې ټاکنو کې تر اوسه ورسره هېڅ راز مرسته نه ده شوې.

افغان حکومت بیا تل ټینګار کړی دی چې ټاکنې به پر خپل وخت شفافې ترسره کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.