نړیوال بانک افغانستان سره د ۳۲۵ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه

نړیوال بانک افغانستان سره د ۳۲۵ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه

د مالیې وزارت او نړیوال بانک ترمنځ د اقتصادي ودې د پیاوړتیا، د خدمتونو ښه والې او د اداري اصلاحاتو د دوام لپاره د ۳۲۵ میلیونه امریکايي ډالرو وړیا مالي مرستې تړون لاسلیک شو

د ۳۲۵ میلیون امریکايي ډالرو نوې وړیا مالي مرستې هوکړه لیک نن د ماليې وزارت د سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشر سلاکار  محمد همایون قیومي او په افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر د رئیس ښاغلي شوبهم چوهدري، ترمنځ لاسلیک شو.
د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر محمد همایون قیومي، د دې هوکړه لیک د لاسلیک په اړه وویل: ” د دریو پروژو د تمویل هوکړه لیک چې نن له نړیوال بان سره لاسلکېږي، ټولیز ارزښت یې له ۳۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو څخه زیات دی، چې د افغانستان د خلکو او حکومت اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په کتو سره د اقتصادي ودې پیاوړي کولو، د خدمتونو ښه کولو، د اداري اصلاحاتو د دوام لپاره به ولګول شي. ”
نوموړي زیاته کړه، “د دې مالې بستې له جملې څخه به ۲۰۰ میلیونه امریکایي ډالره د کارموندنې، ۵۰ میلیونه امریکاي ډالره په ښارونو کې د پانګونې په پروژو او ۷۵ میلیونه امریکاي ډالر به د تغییر پروژې ته ځآنګړې شي. د نړیوال بانک له ارزښتمندې مرستې څحه چې د یادو مهمو او اساسي پروژو د تمویل لپاره یې کړي مننه کوم. ”
د مالي مرستو په نوې کڅوړه کې لاندې برخې شاملې دې:
• ټاکل شوې ده، چې د دغې وړیا مالي مرستې؛ ۲۰۰ میلیون ډالره د کارموندنې پروژې ته ځانګړې شي، چې په ډېرو زیانمنو سیمو کې به داخلي بې ځایه شوو او راستنېدونکو اړمنو کډوالو ته د اقتصادي فرصتونو یو پیاوړی او مناسب چاپېریال رامنځ ته شي. د دغې وړیا مالي مرستې ۱۵۰ میلیون ډالره د نړيوالې پراختیا ادارې (د نړۍ تر ټولو بې وزله هيوادونو ته د نړیوال بانک د مالي سرچینو چمتوکوونکې څانګې) ونډه او ۵۰ میلیون ډالره یې د افغانستان د بیا رغونې صندوق ونډه ده، چې د ۳۴ نړیوالو تمویل کوونکو په استازیتوب یې مشري د نړیوال بانک په غاړه ده.
• ټاکل شوې ده، چې د دې وړیا مالي مرستې ۵۰ میلیون ډالره په ښارونو کې د پانګونې پروژې ته د دوامداره پراختیا او د ۹ ولايتونو په مرکزونو کې د ژوند لپاره د ښه چاپېریال او شرایطو رامنځته کولو په موخه ځانګړې شي، چې په ولایتونو کې د ښارواليو د ظرفیت لوړولو، د مدیریت ښه کولو او د زېر بناوو رامنځ کولو له لارې به ولګول شي. د دغې وړیا مالي مرستې ۲۵ میلیون ډالره نړیوال بانک پورې اړوند د نړیوالې پراختیا ادارې ونډه او ۲۵ میلیون ډالره نورې مرستې يې د افغانستان د بیا رغونې صندوق ونډه ده.
• همدارنګه د یادې وړیا مالي مرستې پاتې ۷۵ میلیون ډالره د افغانستان دولت د بشري ځواک او اداري اصلاحاتو ته (د تغییر پروژه) ځانګړې کېږي، چې د وزارتونو او اړوندو دولتي ادارو د ظرفیت لوړولو په موخه به ولګول شي. د دغه وړیا مالي مرستې ۲۵ میلیون امريکايي ډالره نړیوال بانک پورې اړوند د نړيوالې پراختيا ادارې لخوا او پاتې ۵۰ میلیون امريکايي ډالره يې د افغانستان د بیا رغونې صندوق لخوا ورکول کېږي.
په افغانستان کې د نړيوال بانک رییس، ښاغلي شوبهم چوهدري وویل: ” په اوس وخت کې کاري فرصتونو ته لاسرسی او غوره خدمتونه د افغانستان د خلکو په تېره بیا د کورنیو بې ځایه شوو او بیا راستنېدونکو افغانانو تر ټولو مهمه اړتیا بلل کېږي. دغه نوې مالي‌ ژمنه د غوره خدماتو د وړاندې کولو او د مهمو پراختیايي پالیسیو لپاره د پلان جوړونې او د هغوی د تطبیقي چارو په برخه کې د حکومتي‌ ادارو ظرفیت د اداري اصلاحاتو له لارې لوړوي.”

Leave a Reply

Your email address will not be published.