نړۍ پنځمه جګړه ګواښي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي وسله والو مخالفينو د حكومت د پرځولو اوه ځلې هڅه كړې خو شنډه شوې ده . هغه چې نن يې د څارنې او همغږۍ مشورتي بورد ته خبرې كولې وويل  نړۍ د پنځمې امنیتي ګواښ سره مخامخ ده، خو لاهم د ترهګرۍ سره د مبارزې نړیوالې هڅې همغږې نه  دي.

12901505_969152649827644_7521367282914020283_o12671887_969152646494311_2128472260670574185_o

په دغه غونډه کې ولسمشر ټينګار وکړ چې د حکومت د پرځولو لپاره د وسلوالو مخالینو اووه پړاوونه یې شنډ کړي دي. ده وویل چې تیر کال د افغانستان د پایښت کال و.  نوموړى وايي : (طالبانو اووه لوی بریدونه وکړل چې حکومت را وپرځوي ، خو حکومت لاهم پرځای دی. نن زمونږ پوځيان په پنځلسو جبهو کې په جګړه بوخت دي او ځانګړي ځواکونه هره شپه پنځه یا اووه ځانګړي عملیات کوي. )

ده وویل اوس د نړۍ هیڅ ګوښه امن نه ده او له نويو امنيتي ګواښونو سره مخ ده.  هغه وويل:  ( نړۍ د تاوتریخوالي له پنځم پړاو سره مخامخ ده. مونږ او نړۍ د  القاعده، داعش، سیمه ایزو ترهګرو ډلو، د پاکستان د طالبانو تحریک او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو له ګواښ سره مخامخ یو.)

هغه له نړيوالو وغوښتل چې له القاعده او داعش سره مبارزه له پامه ونه غورځوي. ده يوځل بيا پرپاكستان نيوكه وكړه چې د ترهګرو پروړاندې مبارزه كې هيڅ تګلاره نه لري.

ولسمشر غني وويل : (تر اوسه زمونږ ګاونډیان له ترهګرۍ سره د مبارزې مناسب قوانین نلري، دا یو ناورین دی چې د سیمې هیوادونو لا تر اوسه زده کړه نه ده کړې چې ښه او بد ترهګر وجود نلري. )

ولسمشر په خپله وينا كې وويل په تير يوه كال كې د بې وزلۍ كچه لوړه شوې او  له ۴۶ څخه ۴۹ څلوېښتو ته لوړه شوې ده.  نوموړي وويل د بهرنيو ځواكونو په وتلو سره د افغانستان څلويښت سلنه اقتصاد هم بهر ته وتلى دى.

هغه لاهم اداري فساد د هيواد د پرمختګ پروړاندې يوه جدي ستونزه وبلله او وايي په حكومت كې لاهم دا ستونزه پرخپل ځاى پاتې ده :  ( زر تړونونونه مو څیړلي دي چې نوي سلنه  بریالیو شرکتونو ستونزې درلودې. مونږ یوازې د ملي دفاع وزارت په تړون کې یو اعشاریه دوه میلیارد ډآلره سپما وکړه. )

په كابل كې دا غونډه د وراسا او بروکسل د غونډو لپاره جوړه شوې وه چې حكومتي چارواكو ارزښتناكه بللې ده.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.