نیمروز کې د پاکستاني ترهګرو ۴ کسیزه ډله ونیول شوه

نیمروز کې د پاکستاني ترهګرو ۴ کسیزه ډله ونیول شوه

د ملي امنیت ځانګړې قطعې د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د پاکستانیو ترهګرو  په ۴ کسیزې ډلې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي.

عملیاتو کې د ۴ کسیزې ډلې درې غړي نیول شوي او ۱ تن بل یې د ملي امنیت له ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوی دی.

د خادم په مشرۍ د پاکستان ترهګرو دغه ۴ کسیزه ډله د نیمروز مرکز ته د ترهګریزو او وران کاره کړنو په هدف راغلې وه، چې موخې ته له رسېدو وړاندې د ملي امنیت ځواکونو لخوا ونیول شوه.

له عصمت الله، مشهور په حافظ، عبدالشکور مشهور په دامان او همراز الدین مهشور په جهانزیب څخه درې میله تومانچې هم نیول شوې  دي.

د نیول شوې شبکې مشر خادم  نښته کې له منځه تللی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.