نیویارک ټایمز: داعش پر اروپا سترګې خښې کړې دي

نیویارک ټایمز: داعش پر اروپا سترګې خښې کړې دي

محور؛ یکشنبه، د زمري میاشتې ۱۳ مه: د امریکا ‘نیویارک ټایمز’ راپور ورکوي، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې داعش پر اروپا سترګې ګنډلې دي او ممکن سږ کال برید پرې وکړي.

د نړیوالو ترهګرو ډلو په اړه د ملګرو ملتونو د یوه راپور اروزنې ښيي، سره له دې چې داعش په سوریه او عراق کې پوځي ماته خوړلې ده، خو دا ډله اوس هڅه کوي چې یو ځل بیا سر راپورته کړي او له همدې امله یو ځل بیا ځان سره تنظیموي، پیاوړي کوي او د خپل فعالیت د شرایطو رامنځته کولو په لټه کې دي.

د ملګرو ملتونو د جولای میاشتې دا راپور وايي چې که ځه هم داعش له مالي اړخه کمزوری شوی خو اوس د داسې لارو چارو په لټه کې دی چې د نړیوالو پېچلو بریدونو د ترسره کولو او رهبرۍ وړتیا ترلاسه کړي.

دا راپور کاږي، نو ځکه د داعش دغه چمتووالی ښايي ډېر وخت ونه نیسي او د ۲۰۱۹ تر آخره دوی ښايي برید وکړي.

داعش په لوېدیځه اروپا کې سیاسي تحولات څاري او ښايي داسې بریدونه وکړي چې هلته کورني اختلافات رامنځته کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.