نیویارک ټایمز: طالبان له ټاکنو انکار کوي؛ خو د امارات بیا غوړېدا غواړي

نیویارک ټایمز: طالبان له ټاکنو انکار کوي؛ خو د امارات بیا غوړېدا غواړي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپل تازه خپور شوي مطلب کې لیکلي داسې سند یې تر لاسه کړی چې ښيي طالبان څرنګه نظام او حکومت غواړي؟

 

د طالبانو ډلې یو پخواني چارواکي نیویارک ټایمز ته  ویلي چې طالبان له اسلامي امارات پرته بل هېڅ نه غواړي، طالبان ټینګار کوي چې باید امارات یې بېرته راژوندی شي.

 

هغه ویلي، که طالبانو سیاسي مشرانو نرمي وښيي نو د جګړي قوماندانان د سرو کرښو په اړه پریکړه کوي.

 

نوموړي ټینګار کړی چې طالبانو په وار وار امریکایانو ته ویلي، لکه څنګه یې چې اسلامي امارات له منځه وړی دی، همغسې دې بېرته راژوندی کړي او ټاکنې هم ورته د منلو وړ نه دي.

 

له طالبانو سره په خبرو بوخت امریکايي پلاوي هم تر اوسه د شپږو پړاوونو خبرونو په تېرېدو څه نه دي ویلي چې طالبان څه غواړي؟

 

طالبانو تر دې وړاندې ویلي و چې د واک انحصار نه غواړيو بلکې غواړي واک کې نور کسان هم ځان سره شریکان کړي.

 

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په یوې تازه مرکه کې ویلي، د سولې لپاره یې غېږ خلاصه ده او هغه کسان چې غواړي په زور واک تر لاسه کړي، هېڅکله به اجازه ورنه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.