نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي چې د پنجاب حکومت غواړي د پښتون ژغورنې غورځنګ سخت وځپي.
د ورځپاڼې په حواله، د پاکستان حکومت له پښتون ژغورنې غورځنګ سخت په وېره کې دی او د غورځنګ د غړیو نیولو لړۍ یې پیل کړې ده.
ورځپاڼې د غورځنګ د مشر منظور پښتین هغه خبره راخېستې چې ویلي یې دي په تېر کې دولت د دوی د لاریونونو د مخنیوي هڅه کوله؛ خو اوس د ټول غورځنګ له منځه وړل غواړي.
د پاکستان حکومت د خړ کمر له پېښې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې سخت ظلمونه پيل کړي دي
د خړ کمر له پېښې وروسته، د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه فعاله او مخکښ غړي، علي وزیر او محسن داوړ نیولي چې اوس هم بندیان دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو خبرداری ورکړی و، که د پاکستان حکومت د دوی پر وړاندې له زیاتیو لاس وانه خلي، دوی به نړیوالو بنسټونو پر وړاندې احتجاج او لاریونونه وکړي.
د علي وزیر او محسن داوړ نیول کېدو په افغانستان او د نړۍ نورو هېواودنو کې سخت غبرګون راپارولی دی.
Leave a Reply