نیویارک ټایمز: پنجاب هڅه کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ خاموشه کړي

نیویارک ټایمز: پنجاب هڅه کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ خاموشه کړي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو د پاکستانیو ځواکونو وروستي بریدونه ددې ښکارندوي کوي چې دغه هېواد غواړي تر څو د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو غږ غلی کړي.

 

د ورځپاڼې په حواله، له پښتون ژغورنې غورځنګ سره د پاکستاني پوځ چلند څرګندوي کوي چې هغوی له تشدد کار اخلي او هېڅوک يې پر وړاندې نه شي درېدای.

 

ورځپاڼه کاږي، پوځ داسې څوک واک ته ورساوه چې پوهېده کولی شي ورباندې خپل غږ ومني اوس یې د لومړي وزیر مخ د هغو خلکو مخالفت ته اړولی دی چې د پوځ غیر قانوني واکمني نه مني.

 

پښتون ژغورنې غورځنګ له تېر یو نیم کال راهیسې د خپل حق غوښتلو لپاره مبارزه کوي، چې څو ورځې مخکې پرې پاکستانیو پوځیانو برید وکړ او نږدې پنځوسو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.