امریکایي نېشنلانټرسټ مجله په خپله تازه مقاله کې وایي، د امریکا سرټمبګي بس ده او امریکا به لهدې وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر حمداللهمحب د بښنې تر څنګ د هغه د حیثیت اعاده هم وکړي.
دا نشریه چې په میاشت کې دوه ځله خپرېږي لیکي، “همدومره سرټمبګي بس ده، امریکا به لهدې وروسته محب ته بښنه وکړي او د هغه حیثیت دې وراعاده کړي.”
د مقالې لیکوال د خپلو خبرو لپاره استدلال کوي او وایي، “لومړی خو په ډيپلوماسۍ کې منطقي پایله دا ده چې متحدین د دښمنانو په وړاندې نهسره وېشل کېږي؛ د بېلګې په توګه، د شمالي کوریا سره د امریکا د تعامل پر مهال يې جنوبي کوریا له ځان سره ملګرې کړې وه، یا اوس د ونزویلا د مادورو د حکومت پر وړاندې یې د جنوبي امریکا هېوادونه له ځان سره ملګري کړي.
نو، دا به هېڅ ښه خبره نهوي چې د طالبانو پر وړاندې محب له ځان سره نهملګری کوي.”
لیکوال پهدې موضوع د طالبانو او امریکا تر منځ ناستو ته هم اشار کوي او وایي، “افغان حکومت ته غلیمان خوشاله دي او د طالبانو مشران ګمان کوي چې ګواګې دوی ګټلې ده.
ښايي دوی پهدې باور وي چې د غني او ټرمپ تر منځ سړه جګړه پیل شوې ده او پهداسې حساس وخت کې باید طالبانو ته دا موقع په لاس ورنهکړله شي.”
د لیکوال په خبره د دوی دا دول محاسبې دې ناسمې ثابتې کړلې شي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د مشر او امریکایي چارواکو تر منځ هغه وخت فضا خړه شوه چې نوموړي پر امریکایي مرکچي پلاوي ګڼ تورونه پوري کړل چې ګواکي د سولې په خبرو کې افغان حکومت پر هره موضوع نه خبروي.
د محب لهدې څرګندونو وروسته په کور دننه او بهر د هغه پراخ ملاتړ وشو.
Leave a Reply