هالنډ خپل ټول زندانو نه تړي

د هالنډ حکومت پرېکړه کړې، چې د مجرمینو د کمښت له امله زندانونه وتړي. له ۲۰۱۳ز کال راهیسې په دغه هېواد کې د زندانونو د تړلو لړۍ پیل شوې ده او تر دې دمه ۱۹ زندانونه تړل شوي دي.
د دغه هېواد د عدلیې وزیر ارد های واندیر ستور ددغه هېواد پارلمان ته ویلي، چې د مجرمینو د کمښت یا نه موجودیت له امله باید د زندانونو د تړلو پرېکړه وشي. پارلمان ورسره منلې ده او ښايي د روان اوړي تر وروستیو پورې دغه زندانونه وتړل شي.
هالنډ د خپلو زندانونو د فعال ساتلو لپاره هلته د ناروې ۲۴۰ زندانیان ساتل. د عدلیې وزیر زیاته کړې، چې د مجرمینو د نه شتون په صورت کې د زندانونو فعال ساتل اضافي لګښت دی او باید وتړل شي.
په هالنډ کې د زندانونو د تړلو لپاره هغه مهال پرېکړه وشوه، چې له ۲۰۰۴ کال راهیسې په دغه هېواد کې د جرمونو ګراف راټيټ شو. څېړنو ښودلې، چې د جرمونو د ګراف د راټېټېدلو لامل، د قوانینو عملي کول، ښه حکومتولي او ولس ته د کاري زمینو برابرول دي.
هالنډ یو له امنو او ښکلو اروپايي هېوادونو دی چې ۱۷ میلیونه نفوس لري او د جرمونو کچه په کې خورا ټيټه ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.