هدف ټاکنه ( Goal Setting)

بلال منګل
بلال منګل
ولی هدف وټاکو؟

مشهور ورزشکاران، بډایه تجاران او پر مختللي/کامیابه خلک ټول دیو ټاکلي اومعیاري هدف ټاکلو له امله هغه څه لاسته راوړي چې په اړه یې تقلید کوو، هدف ټاکنه له یوې لارې انسان ته اوږدمهالی دید او الهام ورکوي له بلې لارې انسان دهغه هدف دلاسته راوړلو لپاره کار ته تشویقوي تر څوخپل ټاکلي اهداف لاسته راوړو، همدارنګه هدف ټاکنه زموږ وخت منابع(امکانات) تنظیموي او دوخت دضایع کیدو مخه نیسي.

 

دهدف ټاکنې مراحل

۱. شخصي ( personal) اهداف ټاکنه.

  • ۱. کله چې دشخصیت خبره کیږي هدف مو دخپل شخصي حریم اړوند واقع کیږي، ددې هدف دټاکلو لپاره لومړی دخپل ژوند دتصوراتو لوی انځور پخپل ذهن کې رسامي کړه او له ځانه وپوښته له خپل ژوند سره څه کول غواړئ؟ راتلونکي لس کلونه زه باید څه وکړم؟ پدی پړاو کې دژوند تر ټولو لوی هدف وټاکه لس کلن او یا تر دې پورته.
  • ۲.  په دوهم پړاو کې دلومړي پړاو لوی هدف په کوچنیو اهدافو وویشه تر څو کار درته اسانه شي او دلومړیو په تعقیب او لاسته راوړلو ګام په ګام دلوی هدف دلاسه راوړلو فاصله کمه شی، کوچني اهداف کیدای شي دکتاب مطالعه ،دمعلوماتو راټولول او یا کوم بل څه وي خو همدا خام مواد دپاخه کار لپاره اساسي بستر جوړوي دا به ستاسو سره ریالیزم ( واقعیت پالنې) دباکیفیته ترسیم لپاره مرسته وکړي تر څو هدف ته په اسانۍ ورسیږو مثلا له لس کلن پلان وروسته پنځه کلن پلان، دوه کلن، میاشتنی، اوونیز او بالاخره ورځنی پلان(مهالویش) دترتیب زمینه مساعده کړي.
  • ۳. دریم پړاو تاسو ته دمبارکۍ درکولو پړاو دی لوستونکیه؛ مبارک شه، تاسو په بریالیتوب سره خپل هدف وټاکه اوس نو ددی وخت رارسیدلی تر څو ددې هدف دترلاسه کولو لپاره کار (مبارزه) پیل کړی.

 

۲. تر شخصي هدف ټاکلو وروسته دژوند لپاره دهدف ټاکلو پړاو دی، شخصي اهداف ټاکل موږ ته دهدف ټاکلو حریم ته دننوتو انګیزه راکړه مګر دژوند لپاره هدف ټاکل ددې پړاو دویم اساسي عنصر دی. له لاندینیو اهدافو څخه یو وټاکه.

  • ۱.  دنده (شغل) چې په انګلیسی کې career ورته وایي. له ځانه وپوښته په خپل مصروفیت او یا شغل کې چې همدا اوس پکې مصروف یې کومې درجې ته غواړې ورسیږې؟ لدې لارې څه شی غواړې لاسته راوړې؟
  • ۲.  مالي ( financial) څومره مالي لګښت ته ضرورت لرې؟ څومره پیسې غواړې وګټې؟ له کومې لارې؟ او تر ټولو مهمه یې دا چې دا هدف ستا دشغل دهدف سره څه اړیکه لري؟
  • ۳.  علم، پوهه (knowlede) داسې کوم علم او پوهه ده چې ته یې دلاسته راوړلو ضرورت لرې؟ هغه کوم معلومات دي چې لاسته راوړل به یې ستا سره دنورو اهدافو په لاسته راوړلو کې مرسته وکړي؟
  • ۴.  کورنۍ (family) آیا ته غواړې یو پلار واوسې؟ که ځواب مو مثبت وي، څنګه کولای شې یو ښه پلار واوسې؟ له خپلې میرمنې سره څه ډول چلند وکړې؟ څومره کورنۍ تشکیل کړې؟
  • ۵.  جسمي (physical) آیا کوم ورزشي هدف لرې چې غواړې هغه ته ورسیږې؟ آیا غواړې ځوان تاند او ِغښتلی واوسې؟ دې اهدافو ته درسیدو لپاره څه باید وکړې؟
  • ۶.  کړه وړه ( Attitude) ستا دپرمختګ خنډونه څه شی دي؟ څنګه یې له منځه یوسې؟ هغه کوم عادتونه دي چې ستا دخفګان لامل ګرځي؟ دا ټول په نښه کړه او دله منځه وړلو لپاره یې هدف وټاکه.
  • ۷.  تفریح (Pleasure) څنګه له خپل ژوند څخه خوند واخلو؟ پدې باید ځان مطمیین کړو چې دژوند یوه برخه له ژوند څخه خوند اخیستو لپاره ځانګړې شوې.
  • ۸.  عامه خدمات ( Public service) آیا غواړې نړۍ ته مثبت تغییر ورکړې او داوسیدو لپاره یې په تر ټولو ښه مکان تبدیل کړې؟ هو.. نو څنګه؟

یو څو دقیقې فکر وکړه او له پورتنیو اهدافو څخه یو یا څو اهدافه وټاکه او لاسته راوړلو لپاره یې همداوس کار پیل کړه. ځان پدې مطمیین کړه چې هغه اهداف چې غواړی لاسته یې راوړې ستا په هیلو او امیدونو پورې اړه لري نه دکوم بل چا دفرمایش په اساس.

 

متمرکز اوسه

کله دې چې فیصله وکړه او هدف دې وټاکه نو تل خپل اهداف تر څیړنې لاندې نیسه چې دهدف ټاکلو محور ستا پر ارزو راڅرخي او کنه ، دوخت په تیریدو یې نوي (Update) کوه او همدا کوچني اهداف دخپل تر ټولو لوی هدف سره مقایسه کوه چې څومره ورنږدې شوی یاست. پدی سره به خپل خوبونه په واقعیتونو تبدیل کړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.