هرات كې دوه تنه د بېل او كولنګ په وسيله وژل شوي

هرات د مېړه او ښځې وژنههرات كې دوه تنه د بېل او كولنګ په وسيله وژل شوي، دا كسان ښځه او ميړه دي چې د هرات ښار په اتمه ناحيه كې د نامعلومو كسانو له خوا وژل شوي دي.

ګل احمد ۳۲ كلن او ستاره ۲۵ كلنه ده چې اته كاله وړاندې يې واده كړى او دوې شپې وړاندې د خپل درې كلن زوى په مخ كې د بيل او ګلنك په ګوذارونو په بې رحمانه توګه وژل شوي دي.

د دې سړي خپلوان ادعا كوي چې دوى له دې پيښې اوس خبر شوي. دا پيښه د هرات ښار د اتمې ناحيې په شيدايي سيمه كې شوې ده. ګل احمد په اصل كې د هرات د اوبې ولسوالۍ اوسيدونكى دى چې له څو كلونو راپه ديخوا د هرات ښار په اتمه ناحيه كې اوسيده.

هرات د مېړه او ښځې وژنهد هرات د حوزوي روغتون ډاكټران وايي د دغه ښځې او ميړه مړي د  سه شنبه په شپه د امنيتي ځواكونو له خوا روغتون ته ليږدول شوي. ډاكټران وايي داكسان د كلكو شيانو په ګوذارونو وژل شوي دي.

كه څه هم تراوسه د دغه كورنې د وژلو په تور څوك نه دي نيول شوي، خو پوليس وايي چې په دې اړه يې څيړنې پيل كړې او ژر به يې عاملين ونيول شي.

له هرات څخه رپوټونه وايي چې په شيدايي سيمه كې په دې وروستيو كې د جنايي پيښو كچه لوړه شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.