هرات کې تېر کال د مختلفو جرمونو په تور ۳۵۰۰ تنه نیول شوي

هرات کې تېر کال د مختلفو جرمونو په تور ۳۵۰۰ تنه نیول شوي

د هرات ولایت په کچه تېر کال د بېلا بېلو جرمونو په تور ۳۵۰۰ کسان نیول شوي دي.

د هرات ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وايي، نیول شویو کسانو په جنایي جرایمو، غلاوو، سړي تښتوونکو او تروریستي پېښو کې لاس درلود.

د امرخېل په وینا، د جنایي جرمونو د عاملینو نیولو هڅې لا هم روانې دي.

هغه همدا راز مجرمینو ته خبردرای ورکړی، که اصلاح نه شئ، وبه ځپل شئ

بلخوا د هرات ولایت اوسېدونکي له حکومت غواړي چې دغه ولایت کې دې د جنايي جرمونو د کچې راټیټېدو لپاره جدي هڅې وکړي.

د هرات اوسېدونکو همدا راز د دغه ولایت د پولیسو وروستۍ هڅې ستایلې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.