د کرنې وزیر نصیر احمد دراني هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي، دغه انسټېټوټ به د ۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۳۹۸ کال تر وروستیو پورې جوړ شي.
درانی وايي، دغه انسټېټوټ به د افغانسان په کچه لومړنی او معیاري وي، چې د زعفرانو د دودېدو، څېړنو، پالیسۍ او ارزیابۍ په هدف جوړېږي.
په دې مرکز کې به د زعفرانو ټول هر اړخیز پړاوونه بشپړېږي او بیا به کورني او نړیوال بازار ته وړاندې کېږي.
د کرنې وزیر وویل، تېر کال کې هرات ولایت کې د زعفرانو تولید ۱۲ ټُنه و چې سږ کال دغه کچه ۱۵ ټُنو ته رسېدلې ده.
بلخوا د هرات مرستیال او سرپرست والي محی الدین نوري ویلي: هرات ولایت مې د زعفرانو کچه سل سلنه لوړه شوې ده، چې دا یو ښه زېری دی.
هرات ولایت کې په نږدې ۳۰ زره جریبه ځمکه کې زعفران کرل کېږي.
د هرات سرپرست والي ټینګار کړی چې ترکیې ویلي تر څو د هرات ولایت زعفران به په لوړه بیه اخلي او نړیوال بازار ته به يې په معیاري توګه د افغانستان په نوم صادروي.
Leave a Reply