هرات کې سبا د برېښنایي تذکرو د وېش مرکز افتتاح کېږي

هرات کې سبا د برېښنایي تذکرو د وېش مرکز افتتاح کېږي

ټاکل شوې ده چې سبا یکشنبه د هرات ولایت په مرکز کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش مرکز پرانېستل شي.

دا لومړی ځل دی چې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز ولایتونو ته انتقالېږي.

له هرات پرته چې هلته سبا پرانېستل کېږي، تر اوسه کابل کې د تذکرو د وېش ۵ مرکزونه فعال شوي دي.

تر اوسه نږدې یو میلیون کسانو برېښنايي تذکرې تر لاسه کړي دي.

حکومت ویلي، له هرات وروسته به د تذکرو د وېش مرکزونه نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.