هزاره جات د داعش اصلي موخه 

رپوټونه وايي چې د غزني او زابل په څو ولسواليو كې له څومياشتو را په ديخوا زرګونه داعشيان ځاى پرځاى شوي، داكسان په وسلو ښه سمبال او پوره لوجيستيكي ملاتړ لري.

هزاره جاتدا كسان غواړي د غزني په جاغوريو، مالستان او د خاص ارزګان په ولسواليو بريد وكړي او له سويل څخه شمال ته د ځان له پاره  لاره پرانيزي.

ځينو محلي چارواكو او قومي مشرانو او د طالبانو محلي مسولينو ويلي چې داعشيان د غزني په ناوه او ګيلان، د زابل په داى چوپان، ارغنداب، ميزانه او نوبهار ولسواليو كې ځاى پرځاى شوي دي.

په هغه رپوټ كې چې د محلي حكومتي چارواكو، د سيمې اوسيدونكو، قومي مشرانو او طالبانو د ځينو قوماندانانو د مركو بربنسټ جوړ شوى او دغو كسانو نه دي غوښتي نومونه يې ياد شي ښيي چې په وزيرستان كې د پاكستان د پوځ له عملياتو وروسته زرګونه ترهګر له خپلو كورنيو سره افغانستان ته وتښتيدل.

ډير داكسان ازبكستاني، اويغور او چيچينيايان دي چې د القاعده او حقاني شبكې غړيتوب لري. د دې ډلې ډير كسان په جندالله او د ازبكستان په اسلامي تحريك پورې تړاو لري. ځينې داكسان د افغانستان په ختيځو ولايتونو ننګرهار، پكتيا او پكتيكا كې، خوډير يې زابل او غزني كې ځاى پرځاى شوي دي.

 

داعش په غزني كې :

داعشیاند غزني ولايت پخوانى مرستيال محمد علي احمدي وايي په شمالي وزيرستان كې د پاكستان پوځ تر عملياتو وروسته د ۵۰۰ په شاوخوا كې وسله وال جنګيالي له سويل څخه هيواد ته د ننه او د زابل او غزني په څو ولسواليو كې ځاى پرځاى شول چې وروسته دا شميره لوړه شوه.

احمدي وايي:  (لومړى دا شميره كمه وه خو وروسته ۵۰۰۰ تنو ته لوړه شوه.)

محمد علي احمديد غزني ولايت پخوانى مرستيال وايي دا موضوع يې څو ځلې له ولسمشرۍ اوملي امنيت شورا سره شريكه كړې، خو هيڅ پاملرنه ورته ونه شوه.

د غزني په ګيلان ولسوالې كې يو قومي مشر وايي سلګونه اوزبيك او چيچينيايان ورغلي چې په سپكو او درنو وسلو سمبال دي.

د زابل په داى چوپان  او ارغنداب ولسواليو كې هم سلګونه دا ډول كورنې ځاى پرځاى شوې دي. په دغه ولايت كې يوه محلي سر چينه وايي مخكې درې سوه كورنې درېيو ولسواليو ته ورغلي وو، خو اوس د دې كسانو شمير له زرو كورنيو لوړ شوى. دا قومي مشر چې نه غواړي نوم يې خپور شي وايي داكسان ډير قوي موټر او وسلې لري.

ويل كيږي چې داكسان ډيرې پيسې او امكانات په واك كې لري ،په ډيرو سيمو كې يې خلكو او قومي مشرانو ته پيسې وركړې.

خلك وايي: داكسان د طالبانو په شان نه دي چې خواړه او ډوډۍ يې په خلكو حواله وي بلكې په خپله ځان ته خواړه برابروي او حتى كله كله خلكو ته هم پسونه حلالوي او مليمستياوې كوي.

داعشیاند ګيلان ولسوالې يو اوسيدونكى وايي هغه بهرنيان چې دغه ولسوالې ته ورغلي ډير شتمن دي، دوى ډير لګښتونه كوي او حتى د سيمې په خلكو يې هم كله كله ويشي.

د داعشيانو كورنۍ چې په دغه ولسواليو كې ځاى پرځاى شوې خپلې اړتياوې له سيمې پوره كوي او محلي سوداګرو ته پيسې وركوي چې د غزني ښار، مقر ولسوالې او حتى كندهار څخه د اړتياوړ توكي  ورته راوړي.

د سيمې اوسيدونكى وايي كله چې په ګيلان، ارغنداب او داى چوپان ولسواليو كې د داعش كورنۍ ځاى پرځاى شوې نو ډير دوكانونه هم جوړ شوي دي. هغه وایی دا چې داعش له خلكو سره ښه رويه كوي نو په ځينو سيمو كې يې ملاتړي هم پيدا كړي دي.

داعشيانو د غزني په جاغوريو، مالستان او اجرستان ولسواليو كې هم اړيكي پيدا كړې او ځينې كسان ورسره رابطه لري. دوى په خلكو كې د داعش په ملاتړ تبليغ كوي او كسان ورته جذبوي.

 

ارغنداب او ګيلان ولسواليو ته داعشيان له كوټې راځي:

داعشیاند زابل ارغنداب او د غزني يو شمير سيمو ته د داعش د غړو كورنۍ له كوټې راځي ، دوى په كوچنيو ډلو او يا هم په لويو كاروانونو كې راځي چې د زابل له نوبهار او د غزني له ناوې ولسواليو راننوځي.

داكسان د زابل د نوبهار ولسوالې په (جنګي برج) كلي له لارې هيواد ته راځي او له هغه ځايه (خان كلا) ته ځي وروسته د (اديزي) كلي له لارې  د نوبهار ولسوالې (پوتي) كلي ته ځي او وروسته د دغه ولسوالې د (سينزى) او (زالى) كليو د غزني د ناوې  ولسوالې د (آنګو) ، (كلاخان) او (زرين خيلو) سيمو ته ځانونه رسوي.

دوى مخكې د (پوتي) كلى د خپلې قوماندې د مركز په توګه كاراوه او لويې لويې غونډې به يې په كې كولې. داكلى څو مياشتې مخكې هم د داعش د مهمو قوماندانانو كوربه و، خو ويل كيږي چې له څه مودې را په ديخوا  دا مركز د غزني د ناوې ولسوالې د (زرين خيلو) كلي ته ليږدول شوى دى.

د زابل يوه محلي سرچينه وايي اوس د داعش اصلي مركز د ناوې ولسوالې په (زرين خيلو) سيمه كې دى او ډير مهم قوماندانان يې هم په همدې كلي كې اوسي.

د داعش يو شمير غړي او جنګيالي د ناوې له ولسوالې څخه پكتيكا ولايت ته ځي خو ډير يې د (جنډې) سيمې له لارې د غزني ګيلان او د زابل داى چوپان او ارغنداب ولسواليو ته ځانونه رسوي.

تراوس له زرو ډيرې كورنې چې اوزبيك، چيچين او اويغور دي او د داعش غړيتوب لري په ګيلان، داى چوپان او ارغنداب ولسواليو كې ځاى پرځاى شوي دي.

په زابل كې محلي سرچينې وايي داكسان ډير د غزني په ګيلان او د زابل په داى چوپان او ارغنداب ولسواليو كې ميشت دي، خو په شينكۍ او ميزانه ولسوالې كې هم ليدل شوي دي.

دا سرچينه وايي داكسان ځان د داعش غړي نه معرفي كوي او د داعش بيرغ هم نه پورته كوي، خو كله كله يې تور رنګه بيرغ ليدل شوى دى.

په زابل كې يوه بله سرچينه وايي داعشيان په هغو سيمو كې چې د طالبانو تر واك لاندې دي د كاروانونو په ډول آزادانه تګ راتګ كوي، دغه ډلې د طالبانو محلي قوماندانان او قومي مشرانو ته هم د پيسو په وركولو سره دا كسان چوپ كړي نو پر وړاندې يې هيڅ خنډ نشته.

د داعش افرادو لومړى د غزني قرباغ او اندړ ولسوالۍ غوره كړې وې، خو داچې دغه ولسواليو ته د امنيتي ځواكونو پاملرنه ډيره وه نو پريكړه يې بدله كړه.

داعش غواړي له سويل څخه شمال ته لاره پرانيزي :

داعشیاند داعش زرګونه جنګيالي غواړي چې په راتلونكې پسرلي كې په مركزي سيمو كې پراخ بريدونه وكړي او له مركزي سيمو څخه شمال ته لاره پرانيزي.

د داعش كورنې تراوسه له هيچا سره د استوګنې په سيمه كې شخړه نه ده كړې او حتى پيسې ويشي چې خلك ورسره ښې اړيكي ولري.

د ګيلان يوه قومي مشر ويلي كه څه هم د داعش دا كورنې ښه امكانات او تجهيزات لري، خو تراوسه يې نه له طالب سره ځان ښكيل كړى او نه له نورو خلكو سره. دا مشر وايي دا كورنې خپل آرام ژوند كوي تل له وسلو سره ګرځي اوله چاسره كار نه لري.

داكسان وايي د ايغورو، چيچين او اوزبيكو دا كورنې په پښتو او درې ژبو هم نه پوهيږي او په خپلو ژبو ګړيږي. په غزني كې يو پخواني جهادي قوماندان وايي داكسان غواړي په پسرلي كې د غزني په جاغوريو، مالستان او د ارزګان په خاص ارزګان ولسواليو بريد وكړي.

داعشیاندا سرچينه وايي داعش غواړي د جاغوريو او مالستان ولسواليو او د ارزګان ولايت د خاص ارزګان ولسواليو له لارې دايكندي ولايت ته لاره ومومي او وروسته سمنګان او سرپل ولايتونو ته هم ځانونه ورسوي.

دا سرچينه وايي: (په پسرلي كې به هزاره ګان هم په دې جنګ كې ښكيل شي.)

په غزني كې يوه محلي سرچينه هم دا مني چې په ګيلان، داى چوپان او ارغنداب ولسواليو كې د داعشيانو د ټوليدو موخه داده چې په مركزي سيمو كې حمله وكړي او له سويل څخه شمال ته د ترياكو او خپلو وسله والو د تګ راتګ يوه لاره پرانيزي.

دا سرچينه وايي په دې سيمو كې داعشيان له هغو ډير وسله وال او سمبال دي چې د افغانستان په ختيځ كې جنګيږي.

هغه وايي داعش له دې امله په ننګرهار كې جنګيږي چې په مركزي سيمو كې د دغه ډلې له حضور څخه پام بلې خوا ته كړي څو پسرلي ته چمتووالى ونيسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.