هغه قوماندان چې ۱۷ ورځو کې له ۲۱ چاودنو روغ رمټ ووت

هغه قوماندان چې ۱۷ ورځو کې له ۲۱ چاودنو روغ رمټ ووت

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په کچه د سیمه ییزو پولیسو قوماندان سرباز همت خېل اته کاله کېږي چې یاد ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان په توګه دنده ترسره کوي.

سرباز همت خېل باندې د ۱۷ ورځو په لړ کې ۲۱ بمي چاودنې شوي دي، خو دی ترې روغ رمټ وتلی دی.

سرباز همت خېل وايي (( د وسله والو مخالفینو هر کمین، برید او ماین يې روحیه لا پیاوړې کوي))
هغه ویلي چې په هره چاودنه او برید کې يې یو یا دوه ساتونکي وژل شوي دي، خو ده ته کوم زیان نه دی اوښتی.

همت خېل ټینګار کړی، که د حکومت ضد ډلې هر څومره بریدونه پرې وکړي، دی به نه یوازې له خپلې دندې په شا نه شي، بلکې بلې زوروې جګړې ته به هم تیاری  ونیسي.

سرباز همت خېل د حکومت له ځینو چارواکو هم سرټکولی دی.

هغه وايي، چې  تېر اته کلن ماموریت کې ورته په دننه حکومت کې بېلا بېلو کړیو مختلفې دسیسې جوړې کړې دي، خو دا چې ده سره ولس اوږه په اوږه ولاړ دی، هره دسیسه يې شنډه کړې ده.

همت خېل باور لري چې بغلان کې د مخالفینو پر ضد روان جنګ او مبارزه يې د هوسا او ارام افغانستان لپاره ده.

قوماندان همت خېل ویلي چې تېرو اتوو کلونو کې د طالبانو لخوا په وار وار آن تر یوې میاشتې هم کلابند شوی دی، خو ده  تسیلمۍ ته غاړه نه ده ایښې او خپله مبارزه او جګړه یې جاري ساتلې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.