هغو خلکو جنازې ارګ ته یوړې چې محقق له هزاره صحنې شړل غواړي

اباسین بریال
اباسین بریال

د محقق خولې ته هسې د لطیف پدرام او میرمن کوفي نومونه ورغلل، د محقق مخاطبانو خپله ځانونه پېژندل او محقق هم ځکه مستقیم ګذار ونکړ، جې لاس یې د همدې خلکو تر ډبره لاندې دی. په هزاره ټولنه کې مشري ډېره تقسیم او د پښتنو او تاجکو په څېر خوره وره او د تربګنۍ په زهرو لړلې نده. هزاره وګړي د بامیانو په مغارو کې لا هم فکر کوي، چې دوی ته به یا خلیلي او یا محقق نجات ورکوي.

هزاره ټولنه په تېرو ۱۴ کلونو کې په دوو ډلو تقسیم شوه، په دولتي دایره کې له امتیازاتو او مقامونو برخمن هزاره مشران د خلیلي ترچتر لاندې راټول شول او خپل پلویان یې چې په هزاره قوم کې په منځلارو مشهور دي، په وروستیو شپږو کلونو کې د حکومت ملاتړي وساتل او د محقق پلویان چې د هزاره رادیکالو خطاب ورته کېدای شي، د حکومت منتقد پاتې شول. دمحقق پلویان تر تېرو انتخاباتو پورې مخ په ډېریدو وو، د خلیلي ډېری پلویان هم یا له حکومت څخه د نارضایتۍ او یا د خپلو باورونو په اساس چې هزاره توکم باید د نورو قومونو په منځ کې یو ځانګړی یالوړ حیثیت ولري په محقق راټول شول.

محقق د عبدالله لپاره تر عطامحمد نور وروسته د رایو دویم ستر بانک و، ډېرو محلي مشرانو هزاره ګانو فکر کاوه، چې محقق د خپل عادت او بخیل طبیعت له مخې کولای شي، هزاره نویو څېرو ته په حکومت کې زیاتې څوکۍ ترلاسه کړي. انتخابات بحران ته بوتلل شول، عبدالله خپله په نوي حکومت کې د چپي وزر حیثیت خپل کړ، محقق تش د خپل اعتبار د ژوندي ساتلو لپاره له حکومت سره شپه تېرول غنیمت وګڼل او دده ونډه حکومتي محدودې څوکۍ ایله ترهغو کسانو ورسېدې، چې محقق ته شخصي مالي ګټه رسوي، یا د انتخاباتو لګښت ورجبرانولای شي.

ورځ تربلې د محقق پلویان سره پاشل کېږي، د خپلو هزارګانو لپاره نه محقق یو راډیکال مشر پاتې شو، نه یو ښه امتیاز ګټونکی. محقق خپله اشاره کوي، چې داود ناجي د اطلاعات فرهنګ وزارت مرستیالي غوښته، ده له خپلې ونډې داڅوکۍ ترلاسه نکړای شوه. د ناجي‌ په څېر ډېر کسان دي، چې په راتلونکو ورځو کې به د محقق اعتبار ته د صدمې رسولو مستقیمې او غیرمستقیمې هڅې وکړي.

محقق کټ مټ د عبدالله په څېر خپل د رایو حوزې ته د بیا ورکتلو مخ نلري، ځکه دوی دواړو چې په انتخاباتو کې خپلو پلویانو ته څه ویلي وو، هغه په نوي حکومت کې ممکن نشول. دواړو په تېرو انتخاباتو کې د ټولنیز بدلون پرځای له مشخصو افرادو او شتمنو محلي‌ ځواکمنو سره ګوتې پټې کړې وې. دا هغه څه و، چې عام او خوشباوره رایه ورکوونکي ورڅخه کم خبرېدل.

عبدالله ته د انتخاباتو لګښتونه د شمال هغو قوماندانو وکړل، چې له باګرام سره یې د تېلو او لوژستیک قراردادونه لرل او د محقق پلویان هغه هزاره شتمن محلي مقتدر خلک وو، چې له مشروع لارو ګټلې سرمایې یې په دولتي اقتدار بدلول غوښتل. که محقق په خپل هدف کې هغسې بریالی شوی وای،‌ چې ده په ذهن او پلان کې جوړه کړې وه، نو په هزاره میشتو سیمو کې به د نو یو هزاره مشرانو یوه شبکه جوړېده، چې واک د شمالي‌ټلوالې د مشرانو په څېر د محقق تر مشرۍ لاندې منحصر وساتي او د خليلي په څېر د هزاره متقاعدې څېرې ونه کولای شي، په هزاره ټولنه کې خپل پخوانی نفوذ ورغوري. په اصل کې محقق او خليلي‌ د هزاره ګانو په منځ کې له یوې لسیزې راهسې د یو بل پرضد د نفوذ د پراختیا په خاموشه جګړه لګیا دي.

په هزاره ټولنه کې محقق د غیرمجاهدې یا سیکولرې طبقې له نویو کرکټرونو سره هم په مقابله بوخت دی، دې منځ کې ډاکتر صادق مدبر او سیما سمر یې د یادولو وړ دي. خليلي له دغو کسانو سره خواږه روابط پالي‌ خو محقق یې په مقابل کې ډېر جدي‌ دی. محقق په هزاره راډیکالو کې ددوی پرضد حتی د بې دینۍ تېره توره هم کارولې او په جاغوریو کې وړم کال داسې شبنامې ویشل کېدې، چې په په ښکاره یې سیما سمر کافره ګڼله او له شعیه مذهبیونو سره یې مواجه کوله.

هزاره مشران په تکیه خانو کې څنګ په څنګ کېني، یو رنګ چپنې اغوندي، په رسمي مجالسو او قومي غونډو کې په درناوي یو د بل خبرې تاييدوي، خو د رسمیاتو دا تظاهر ترشا بلا عقدې او خصومتونه لري. سیما سمر د غزني‌ جاغوریو ته د خپل نفوذ د سیمې په سترګه ګوري، کله چې د ۳۱ هزاره وګړو د خلاصون مسله مطرح شوه،‌ محقق ته فرصت په لاس ورغی، چې د جاغوریو موضوع کې د هزاره له ادرسه د یوازیني مشر په توګه دریځ ولري. ده ته مهمه نه وه چې د جاغوریو موضوع انجام څه کېږي، هغه غوښتل د حکومت د مزاج برابر نظر ورکړي او ترپایه حکومت دده خبره د هزاره وروستۍ خبره وګڼي. کله چې په زابل کې په لومړیو ورځو کې نړیوالو ځواکونو ته وویل شول چې په زابل کې د ۳۱ هزاره ګانو دراخوشي کولو لپاره هوايي ځواک وکاروي، محقق په غونډه کې حاضر و، محقق د خپل پخواني طبیعت خلاف موافقه وکړه، چې په احتياط عملیات وشي. کله چې د هزاره ګانو د تبادلې موضوع مطرح شوه محقق بیا د هزاره ګانو په استازیتوب هلته خپل خلک ولېږل. په جاغوریو د نفوذ لپاره یې له یرغمل نیوونکو سره موافقه وکړه، چې د جاغوري خلک به له یادې ولسوالۍ څخه د طالبانو د تېریدو ممانعت نکوي. په اصل کې محقق د یوې ناشناخته ټولنې په ادرس خپلسرې فیصلې قبلولې او دا هرڅه سیماسمر، خليلي پلوه محلي مشرانو او د مدبر خولورو ملاتړو په دقت څارل او د محقق د راښکېلولو چاره یې نسنجوله.

د اوو هزاره ګانو مرګ د هزاره کلیوالو لپاره د داعش په نوم د مذهبي‌تمایلاتو لرونکې ډلې د قتل قتال د یوې خونړۍ سناریو بد پیل دی،‌خو د هزاره مشرانو لپاره د یو بل د نفوذ پرحوزو د حملې او د محقق د زهیرولو او تجریدولو په زړه پورې فرصت و. د محقق ناراضي راډيکال پلویان تر سیکولر، منځلارو او خلیلي پلوو هزاره ګانو په دې مظاهرو کې جګ جګ وغورځېدل. محقق له سټیجه په ډار کې زړورې خبرې وکړې. له خپلو پلویانو سره یې ددلاسې او غمرازۍ هڅه کوله او د خلیلي، سیما سمر، مدبر پلویانو او نوي نسل هغو مشرانو ته یې ګوت څنډنه کوله چې تازه تازه په هزاره ټولنه کې د سنجیده او ځوانې رهبرۍ د رامنځ ته کولو په کوښښونو بوخت دي.

د محقق دې دریځ د محقق د توقع خلاف هغه حکومت ته هم ګټه ورسوله چې محقق هیڅکله هم نه غواړي د خلکو له شر او ولسي‌ فشاره بې غمه شیبې ولري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.