هلمند ته د عامه نظم بله لوا هم وليږدول شوه

زمرى پيكانپه هلمند کې د عامه نظم د پوليسو يوې بلې لوا هم كار پيل كړ. د کورنيوچارو وزارت دعامه نظم د پوليسوعمومي قوماندان زمرى پيكان  وايي دا لوا  به د دغه ولايت په شمالي ولسواليو سنګين، نوزاد، کجکي، اوباغران ولسواليوڅخه دي فعاليت کوي.

هغه وايي د هلمند شمالي ولسواليو ته يې سفرونه كړي او د امنيتي حالت تر جاجولو وروسته يې پريكړه كړې چې دلته يوه نوې لوا ځاى پرځاى شي. زمرى پيكان وايي دا لوا څلورکنډکونه لري چې د هلمند په شمالي ولسواليوکې به ځای پرځای، پيكان وايي دا پوليس به هم د عامه نظم د نورو پوليسو په شان امكانات ولري او په پام كې ده درنې وسلې هم وركړل شي.

د هلمند والي وويل چې دوى د دغه لوا ځاى پرځاى كول د يو مهم لومړيتوب په موخه وړانديز كړې وه چې د كار په پيل سره به يې په شمالي ولسواليو كې امنيتي حالت ښه شي. تر دې وړاندې د عامه نظم د پوليسو يوه بله لوا هم په دغه ولايت كې ځاى پرځاى شوې وه چې چارواكي وايي د سويلي ولسواليو د امنيت د ټينګښت مسوليت پرغاړه لري.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.