هلمند د كړنګ پرغاړه

جان رسول يار د زابل مرستيال واليد هلمند ولايت مرستيال وايي په دې ولايت كې وضعيت تر د ې پورې رسيدلى چې نور نو د زغملو نه دى او كه ولسمشر اشرف غني په خپله دا ستونزه حل نه كړي نو له شك پرته چې دا ولايت به د طالبانو لاس ته لويږي.

د هلمند ولايت مرستيال محمد جان رسوليار وايي يوازې په دوو ورځو كې د دغه ولايت په ګرشك او  سنګين ولسوالى كې تر ۹۰ ډير امنيتي سرتيري وژل شوي خو لا هم د دې قربانيو په اړه خلك بې تفاوته دي. هغه ولسمشر ته په يوه ځانګړي ليك كې ويلي:

(جلالتماب دافغانستان داسلامی جمهوریت ولسمشراودوسله وال پوځ اعلی سرقوماندان ته! دافغانستان په کچه دلوي ناورین کیسه درته کوم. پوهیزم چي ډیر بوخت یی اوپه شپه ورځ کې اتلس ساعته کارکوي، دطالب تروریستانو څخه نیولې دکورنیو سیاسې چوکۍ غوښتونکو مخالفینو او بهرنیوجنجالوسره لاس اوګریبان یی، خو څه وکړو ځکه چي وروستۍ چغه موترتاسو پورې دی اوتبیت دي هم ښه راته مالوم دی چی ډیرژر غوسه کیږې، که زما لیکنه خپله ولولې اویا یی کوم سلاکاردرته دروړې نوپوهیږم چي له کنټروله به ورته ووځې اوسخت به راباندې عصبانې شي، خوناچاره یم نوځکه مې سوشیل میډیا/فیسبوک ته مخه کړه)

ګرشكهغه په خپل ليك كې وړاندې ليكي چې د يوه مسول په توګه يې وجدان اجازه نه وركوي چې په دې اړه بې تفاوته پاتې شي .هغه ليكي:

( ولسمشره . زه دیوه مسلمان افغان اومسول شخص په توګه دخپل مسولیت لمخې وروستۍ غږ ترتاسو رسول غواړم.اوپه دی هم پوهیزم چی فیسبوک یی سمه لاره نده خو په تیرو شپږو میاشتو چی زمونز پدی ولایت څه تیرسول هغه ترتاسوشاید اوباید ونه رسیدل. جلالتماب ولسمشره هلمند دګړنګ پرغاړه ولاړ دی: اوستاسو راتګ ته اشده اړتیا لیدل کیږې. دقوس/لیندۍ ۲۷/۲۶ نیټه په دوه ولسوالیو(ګرشک اوسنګین)کې ترنوي ۹۰ځوانانو تلفات اوپه مقابل کې یی بې تفاوتې دالله ج او دهغه ددغه ښکلې اوبې مثاله مخلوق په وړاندې ستره اونه جبیره کیدونکې جفابولم،البته داسې تلفات یوه ورځ ندې چی تیر شي اوهیر شي بلکې دورځې په حساب مو همدا سوداګرې جریان لرې. داسد دمیاشتې په وروستیو کې کله چی دنوزاد ولسوالۍ سقوط وکړ په لسګونو ځوانان،شوبلې، رنجران،سلاوي،مهمات اوحتی ترډې سې توپ پورې مو دشمن ته پریښودل،بیا دیوي میاشتې په تیریدو مو دهمدومره خسارې په ګاللو دموسی قلعه ستراتیژیکه ولسوالۍ هم دلاسه ورکړه.)

رسوليار وايي چې په دغه ولايت كې له دې سره سره چې ډيرې ولسوالې او سيمې، وسلې اومهمات مو له لاسه وركړل، خو هيڅوك لا هم نه دي مجازات شوي، هغه وايي:

(خوتردي مهاله نه څوک مجازات شول نه مکافات اونه دچاڅخه پوښتنه وشوه،مونږ دهرې ولسوالۍ پرسقوط اویا ترمخه د خپل مسولیت لمخې،دسیمه ایزو ارګانونودخپلواکې ادارې څخه نیولې او بیا ترامنیت شورا پورې مو غږ رسولی دی، ورپسې په لنډ وخت کې دښمن دښارڅلورمې حوزې ته پښې را اوږدې کړې او لښکرګاه ښار تمام عیار دخطرسره مخ شو،چی والیصاحب دښاردساتلو په برخه کې نه هیریدونکی هڅې کړیدې،دعقرب/لړم په لومړیو کې دښمن پرمارجې برید وکړ دسیستانې څخه نیولې پراخې شنې سیمې یی لاندې او زمونز ځواکونه یی په ولسوالۍ،قوماندانۍ او داردو او دعامه نظم په کنډکونو کې کلابند کړل دولسولۍ عمومې لاره دمرکز سره پرې شوه او تردی مهاله یی دفرعې لارو اودشت لخوا اکمالوو.وروستۍ سقوط مو دخانشین ؤ چی دقوس په ولسمه دغرمې په ۱:۱/۲زمونز ځواکونه ورڅخه راووتل.پدې ترتیب مونز ته یوه امن ولسوالۍ په ټول هلمند کې پاتې ده چی هغه ګرمسیر ده. او ناوه او نادعلې هم عملا دتریخ ناور ،چاه انجیراو بغرا لخوا ترتهدید لاندې دی. تیره شپه موپه سنګین او دګرشک په میرمنداب اوزنبلې کې سختې جګړې ترشاه پریشې چی دتلفاتو ارقام یی لوړدرج دی. پدې ترتیب سره چی ځواکونو ته په وخت ډوډۍ،مهمات نه شو ورسولای او دټپیانو اوشهیدانو تخلیه نه کیږې اوبهرنیان هم ترهغهو په ایسارکې څارکوی اومرسته نه کوی کله چی ولسوالۍ یا پوستې سقوط شي بیا یی پرسر کاذبانه پروازونه کوی او زمونز وسایط شمارې چی څومره ددشمن په لاس ورغلل. )

رسوليار وايي سنګين ولسوالې له سقوط سره مخ ده او دښمن د پرمختګ په حال كې دى . نوموړى وايي هلمند كندز نه دى چې بيا به بيرته ترلاسه شي . هغه وايي د هلمند بيرته نيول يو خيال او خوب دى او هيڅكله به دولت ونه توانيږي چې دا ولايت بيرته ونيسي، هغه وايي:

(هلمند همواره شنه او دچریکې جګړو لپاره مناسبه اوبیرته لاندې کول یی خوب دی خیال دی اومحال…اوهغه سیمې چی موتردی مهاله دلاسه ورکړی بیرته ندی نیول شوي. هیڅوک نه غواړې موقف له لاسه ورکړې اودکرسۍ دبقا لپاره هرشخص محافظه کارې کوی خو زه نورچپ نشم پاتیدلای ځکه دتیر کال راهیسې ترنن چی کوم ځوانان وژل شوي اویا وژل کیږې دوي هم کوردرلود بچیان لرې او زړه یې غوشته چي ژوندي پاتې شوي واي، دوي خپلې وینې نذرانه کړې چی مونز ژوندې پاتې شو اوزمونز ننګ ناموس اوځمکنۍ بشپړتیا خوندې وي، خو مونږ باید ددوی له پاکو وینو سره جفا ونکړو. ددی بدبختیو اصلې عامل دذوالفقار دعملیاتو قوماندان خالق خان دی چی زه اوزمونز دسیمې مسولین اوس ورته ذوالفقارخان وایو، هغوی ځان ددفاع وزارت مرستیالۍ ته پرې ورسولو اوهلمند یی دمرګ له کومې تیرکړ.هغوی یواځې تبلیغات وکړل نه عملیات..)

د هلمند مرستيال والي وايي زموږ ټول وخت په جلسو او غونډو تيريږي او  د ستونزو د حل په موخه هيڅ اغيزناكې تګلارې نه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.