هلمند د نوې لوبې او ځواکمنې جګړې محور

آغامحمد قریشي((څه چې مشران وایې، موږ هغه کوو، که وایې چې سنګر ایله کړئ، ایله کوو یې، که وایې چې تر مرګه وجنګېږئ، نو بیا جنګېږو)) دا خبره تر هغه وروسته چې امنیتې ځواکونو د باباجې ځينې امنیتې پوستې ونیولې، د جګړې په لومړۍ کرښه کې د ملي پولیسو یوه سرتیري په داسي حال کې راته وکړه چې پر پوسته باندي جګړه روانه وه. له هغه وروسته یې ژورنالستان او مدني فعالان په نظامي ټانکونو کې له جګړیزې کرښې بهر وایستل شوو.

د روان (۱۳۹۴ل) کال د لوی اختر پر دریمه ورځ مې له ځینو نورو مدنې او سیاسي فعالانو سره د هلمند له نوې والي تورن جنرال میرزا خان رحیمي سره وکتل. که څه هم باید د اختر د خوښۍ خبرې شوې وای، ما ورته د جګړې د لمنې د پراخېدو او د وسلوالو پر مارجې او نادعلي ولسوالیو د بریدونو اندېښنه څرګنده کړه، والي صیب ډاډ راکړ چې هیڅ به هم نه کېږي، او که کېږي نو مخه به یې په ټينګه نیول کېږي.

له څو ورځو جګړې وروسته د نوزاد ولسوالي چې د هلمند په شمال کې یوه پراخه غرنۍ او شنه ولسوالي ده د دولت د مخالفو وسلوالو لاس ته ولوېده، د ګوتو په شمار ورځې وروسته د موسی قلعه ولسوالي هم له ورته برخلیک سره مخ شوه. د موسی قلعه ولسوالي ددې ترڅنګ چې د نشیې توکو پر کاربار سربیره له ځمکني اړخه هم اړینه ده، ځکه د نوزاد او سنګین ولسوالۍ د موسی قلعه ولسوالۍ باندي نښلول کېږي.

امریکا پر افغانستان له برید وروسته په ۲۰۰۳ز کال په عراق کې جګړه پیل کړه، د سرتیرو ترڅنګ یې وسلې او تکنالوژیکې وسایل هم له افغانستان عراق ته انتقال کړل. په دې سره د افغانستان جګړه د ۴۳ هیوادونو خولې ته ولوېده، چې یواځې پکې ترکیې جګړه نه کوله، هر هیواد ځانته پالیسې او کړنلاره لرله، د امریکا په مشرۍ یووالی د یوې او منظمي پالیسۍ لرونکی نه و، چې بلاخره تر ننه افغانستان په ځانګړې توګه سویلي ولایتونه له سختو جګړیزو ګواښونو سره مخ دي.

په ۲۰۰۶ز کال کې د امریکایانو او انګریزانو ترمنځ په هلمند کې پر مېشتېدو تودې خبرې روانې وې چې بلاخره انګریزان په دې وتوانېدل چې په هلمند کې میشت شي، هغوی تر پایه په دې ونه توانېدل چې لږ تر لږه د سنګین جګړه کابو کړي، او یا خو د روانې جګړې اور مړ کړي. په ۲۰۰۹ز کال کې د لښکرګاه ترڅنګ له دوو خویندو ولسوالیو څخه مارجه د دولت د مخالفینو په کنټرول کې وه. د ګډو عملیاتو په نوم د بهرنیانو په مشرۍ د مارجې د نیولو لپاره سخت او درانه عملیات ترسره شول، چې خلکو ته پکې ځاني او مالي زیانونه واوښتل، خو بلاخره، نن ورځ مارجه د ۲۰۰۹ز کال له یوه بل برخلیک او ازمایښت سره مخ ده. مارجه ولسوالي د نادعلي، ناوې او مرکز لښکرګاه لپاره د لومړي امنیتي کمربند حیثیت لري.

د اکټوبر پر ۱۹مه نیټه پر لوی مانده سیمې او باباجې باندي وسلوالو مخالفینو بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې دواړې سیمې لاندي کړې. باباجی د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه ده، چې د ښار او باباجي ترمنځ سیند او واړه زراعتي فصلون شتون دي.

د اکټوبر پر ۲۴مه د مارجې اړوند سستاني سیمې باندي بریدونه وشول چې د حجاڼۍ (د محلي پولیسو ښځينه قومندانې) یو زوی او څلور نور ساتونکي له لاسه ورکړل. سستانی له لاس ووت، خو لا هم ولایتې ادارې د مارجې د ساتنې لپاره چمتوالی نه لاره، یواځې د محلي پولیسو قومندانان چې مشري یې حاجي ګل مولا کوله د مارجې ساتنې هڅې کولې او له دولته یې د ټانکونو په ګډون د درندو وسلو غوښتنه کوله چې مارجه پرې وساتي.

بلاخره، د نوامبر پر ۱۹مه پر مارجې سخت بریدونه پیل شول چې په ترڅ کې یې درې ورځې وروسته مخالفینونو د ولسوالۍ او قومندانۍ له ودانیو پرته د مارجې ډيره سیمه لاندي کړه، د مارجې د بانفوذه مشرانو او ځینو محلي پولیسو کورونه وسوځېدل. اوس خبره نوره هم لانجمنه شوې چې ویره شته ښایې لښکرګاه ښار هم تر بریدونو لاندي راشي، که مرکزي حکومت ورته پوره پام ونه کړي، ښایې دا به له کندوز وروسته په سویل کې یو بل ناورین وي.

د پنځنم ستون خبره که څه هم نن ورځ د عبدالرب رسول سیاف نومول شوې ایډيا بلله کېږي، خو په اصل کې د هسپانوي جګړې یو عبارت دی، نه یو دوکتورین او نه هم یوه تیوري ده. د پنځم ستون لکۍ تر ولایاتو هم رسېدلي، له یوې خوا د دولت ډوډۍ خورې او امکانات یې کاروي، له بلې خوا تر ستوني په فساد او ګوډاکیتوب کې غرق وي.

 

د دولت وسلوالو مخالفینو د څه لپاره او ولي یې په هلمند کې جګړه تونده کړې؟

په هلمند کې ځکه وسلوالو جګړه تونده کړه چې په دې وروستیو کې غواړي د کویټې شورا د هلمند په ځینو ولسوالیو په ځانګړې توګه نوزاد ولسوالۍ کې ځای پر ځای کړي، بل لور د وسلوالو مخالفینو لپاره د موسمي فرصت په توګه همدا د جګړې وخت دی، چې بیا په سړه هوا کې په خلاص لاس جګړه نشي کولای. بل لور د وسلوالو مخالفینو لاسونو ته درنې وسلې، ټانکونه او د هلمند نشیې توکو ګڼي منابع لوېدلې، ددې وسلو او منابعو په کارولو سره یې جګړه تونده کړې، نن ورځ چې افغان امنیتي ځواکونه کوم تجهیزات لري، ورته تجهیزات له مخالفو وسلوالو سره هم شتون لري.

بل لور، د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ په هلمند کې جنګېدونکې ډله غواړي د جګړې په توندۍ سره ددې ډلې د مشر ملامنصور د هغه پیغام پخلی وکړي چې ویلي و جګړه لا تندېږي. په ورته وخت کې د جګړې توندوالی له بشري اړخه نوي او نالوستي ځوانان هڅوي چې له وسلوالو مخالفینو سره یو ځای شي. ددې خبرې تجربه په نوزاد او موسی قلعه ولسوالیو کې وشوه چې له سقوط وروسته یې ځوانان د خپلو شخصي وسلو سره پر آسونو د جګړې د بریا د هرکلي په موخه ورغلي وو.

په هلمند کې د وسلوالو مخالفینو د جګړې د توندۍ بل لامل په افغان دولت او موجوده ولایتې اداره کې سخت فساد یادولای شو. ویل کېږي په هلمند کې ۳۵ زره امنیتي ځواکونه میشت دي، مرکزي حکومت دې یو باصلاحیته او ډاډمن پلاوی ولېږي، ښایې د یاد شوي رقم نیم هم پوره نه کړای شي، خو تخواګانې او لګښتونه یې یاده شوې اندازه ترسره کېږي.

په هلمند کې د کندوز په څیر ځیني کړۍ شته چې اوبه خړوي او کبان پکې نیسي، د هلمند په نا امنۍ کې خپل او خپل د دوستانو او ملګرو موقفونه ساتلي او منلي ګوري. بل لور مرکزي حکومت هلمند ته هغسي چې اړتیا یې ده پام نه کوي، که هلمند ته هر اړخیز او جدي پام ونه شي، د کندوز له برخلیک سره به مخ شي. که مارجه سقوط وکړې، دا به د لښکرګاه د سقوط د پیل په معنی وي، او که هلمند سقوط وکړي، نو دا به په سویل کې د وسلوالو مخالفینو د پلازمینې په معنی وي.

پایله دا چې په هلمند کې د جګړې د ټولو لاملونو ترڅنګ یو لوی لامل پر هلمند باندي معامله کول دي، که پر هلمند باندي معاملې نه وې شروع، نو بیا څنګه پر دومره شدیدې جګړې سربیره مرکزي حکومت د هلمند په اړه جدي اقدام نه کوي.

ولي هوایې ځواک د افغان امنیتي ځواکونو ملتیا نه کوي؟

ولي ددې پوښتنه نه کېږي چې ۳۵ زره سرتیرې چیري او کوم دی؟

حلاره داده، چې تر هر څه لومړی د هلمند پر سر معاملې پای ته ورسي، مرکزي حکومت ژر تر ژره هلمند ته تازه دمي ځواکونه ولېږي، په موجوده اداره کې د فساد مخه ونیول شي، نیول شوي سیمې بیرته وساتل شي، په کومو سیمو کې چې محلي پولیسو پایله وکړې، هغوی منظم تجهیز شي او بلاخره هلمند ته د افغانستان د هراړخیز اړین ولایت او اداري واحد په توګه وکتل شي. که نه، هلمند له لاسه وتل به، د ملي یووالي حکومت لپاره نړیوال شرم وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.