هلمند كي د ملي اردو يو لوړپوړى قوماندان وژل شوى

د ۲۱۵ ميوند قول اردودپه هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردود دريمې لوا قوماندان د ماين په چاودنه کې ووژل شو. د هلمند د والي وياند عمرځواك وايي چې سه شنبه په  شپه (جنرال عطامير) د ګرشك او موسا كلا ولسواليو ترمنځ په سيمه كې د ماين په چاودنه كې وژل شوى دى.

هغه وايي  په دې سيمه كې وسله والو طالبانو د يزيد په نامه پوځي كمپ ډزې كولى او قوماندان عطامير هم د مخامخ نښتې له پاره د باندې ور وتلى و چې پرې چاودنه شوې. وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.