هلمند كې د لويو عملياتو چمتووالى نيول شوى

طالبانهلمند چې په تيرو څوارلسو كلونو كې د وسله والو طالبانو او نړيوالو ځواكونو د سختو نښتو ډګر و د بهرنيو ځواكونو تر وتلو وروسته وسله والو طالبانو په خپلو بريدونو كې ډيروالى راوست او حتى د هلمند مركز لښكرګاه ښار څنډو ته راورسيدل، كه څه هم تمه وه چې حكومت به هغه سيمې بيرته له وسله والو ونيسي چې په دې وروستيو كې يې له لاسه وركړې وې، خو د هلمند د امنيې قوماندان وايي د عملياتو شپږ مياشتنۍ پلان يې جوړ كړى چې په پلي كيدو سره به يې ټولې هغه سيمې بيرته ونيول شي چې طالبانو نيولې دي.

د هلمند د امنيې قوماندان عبدالرحمن سرجنګ وايي د نويو پوځي عملياتولپاره شپږمياشتينی پلان د بشپړيدوپه حال کې دی، ځينې برخې يې بشپړې شوې اوپه نورويې کارروان دی، هغه وايي په دې پلان کې به نه يوازې مارجه ولسوالي اود باباجي حوزه تردولتي واک لاندې راوستل کيږي بلکې سنګين اونورې شمالي سيمې به هم په بشپړډول د وسله والوطالبانوله شته والي خلاصې کړي.

د امنيې قوماندان وايي د سنګين ولسوالۍ د لارې د پرانيستلولپاره هم ۳۰ امنيتي پوستې په پام کې نيول شوې چې د لارې په اوږدوکې به ځای پرځای کيږي.

په هلمند كې وسله وال طالبان هم د جګړې له پاره چمتوالى نيسي. دغه ډلې د شنبه په شپه هم په يوه پراخ بريد سره غوښتل چې د سنګين ولسوالي ونيسي، خودا پلان يې شنډ شو.سرجنګ وايي: (وسله والو دوه ټانكونه له چاوديدونكو توكو ډك كړي وو چې چاودنه يې وركړه خو له ماتې سره مخ شول.)

عبدالرحمن سرجنګ وايي په دې بريدونوکې څلور پوليس وژل شوي او اوه نور ټپيان دي. د نوموړي په وينا په سنګين كې په دې جګړه كې څلور ځانمرګي بريدګر او د څلويښتو په شاوخوا كې نور وسله وال وژل شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.